کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په مهمند ۲ سوه بستریز روغتون کې د ترکیې څخه راغلی افغان جراح ډاکټر عبدالغفار غیور د ارثی پرې شونډو، پزه او تالو نښتو ناروغانو جراحی عملیاتونه پیل کړل، چې د مسوولینو په خبره دغه عملیاتونه د ډاکټر عبدالغفار غیور په مشرۍ د یوه ځانګړی متخصص ټیم له لوری په وړیا توګه ترسره کیږی.
د کندهار د عامی روغتیا ریاست مرستیال وویل، چې د عامې روغتیا ریاست له لوری موروثی پرې شونډې لسګونه کوچنیان لېست شوی، چې هره ورځ به د لسو کوچنیانو عملیات کیږی.
د مهمند نړیوال ۲ سوه بستریز روغتون مسوول حاجی محمد صدیق مهمند وایی، چې دا عملیاتونه به مخکی په ایران او پاکستان کی په لوړ لګښت کېدل، اوس په دغه روغتون کې په وړیا ترسره کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ