د کندهار په څلورو ولسوالیو کې د پاکو اوبو پر ۱۳ لویو شبکو کار روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د اقتصاد ریاست ویاند ویلی، د UNICEF ادارې په مالی مرسته او K.R.O په تخنیکی همکارۍ په تخته پل، دامان، ژړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په موخه د ۱۳ لویو شبکو پر جوړېدو کار روان دی.
د خبر پر بنسټ د اوبو د یادو اکثرو شبکو د جوړېدو چاری ۵۰ سلنه تکمیل شوی او د راتلونکې یوې میاشتې په جریان کې به ګټی اخیستنی ته وسپارل شی.
د یادولو وړ ده، چې د دې شبکو په بشپړېدو سره به د یادو څلورو ولسوالیو ۲ زره ۴۰۵ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.