د کندوز د هندواڼو سږنی حاصلات ۱ لک ۴۰ زره ټنو ته رسیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۸مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د روان کال په لړ کې په‌ دې ولایت کې د هندواڼو حاصلاتو د ۲۵ سلنه زیاتوالی خبر ورکړی.
د کرنې ریاست مسوولینو ویلی، سږ کال پر ۵ لکه هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوی او تمه ده چې نږدې ۱ لکه ۴۰ زره ټنه حاصلات به ترې راټول شی.
د مسوولینو په وینا تېر کال په دغه ولایت کې د هندواڼو ۱ لک ۱۶ زره ټنه حاصلات راټول شوی وو.
د خبر له مخې کروندګرو هم د هندواڼو د حاصلاتو له زیاتېدو او ښه بازار له امله خوښی څرګنده کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.