د کندوز په پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی، په پام کې ده چې د دغه ولایت په کلباد، آقتاش، ګلتپه، قلعه‌ زال او علی‌آباد ولسوالیو کې پنځه ۲۵ بستریز روغتونونه جوړ شی.

د عامې روغتیا رییس له ولایتی چارواکو سره د کتنې پر مهال ویلی، چې یاد روغتونونه د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړیږی، چې لومړنۍ چارې یې نږدې د بشپړېدو په حال کې دی.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د روغتیایی خدماتو چټکتیا په موخه تر دې دمه لسګونه واړه او غټ روغتیایی مرکزونه جوړ شوی، خو ولس په کې د خدماتو له ټیټ معیاره شکایت لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.