ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۱۶مه او د مارچ ۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی تېر ماښام افغانستان لپاره د اسلامی همکاریو سازمان له ځانګړی استازی طارق علی بخیت او په کابل کې د یاد سازمان د دفتر له رییس محمد سعید العیاش سره لیدلی.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامی همکاریو سازمان څخه د افغانستان د برمته شوې پانګې په ازادېدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طارق علی بخیت په دغه لیدنه کې کابل ته د خپل سفر موخه په اسلام اباد کې د اسلامی همکاریو سازمان د کنفرانس د پرېکړو عملی کول ښودلی.
دغه راز متقی د اسلامی همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادولو په تړاو دې هلې ځلې وکړی.
گهیځ