د کورنیو چارو سرپرست وزیر د متحده عربی اماراتو د علماوو له پلاوی سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د متحده عربی اماراتو د پلاوی مشر عمر حبتور الدرعی ویلی، چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې یې چې ګڼ مثبت پیغامونه ترلاسه کړل او په وینا یې هڅه کوی چې دغه پیغامونه تر نورې نړۍ ورسوی.
راپورونه زیاتوی، چې په دې لیدنه کې د افغانستان په سیاسی، اقتصادی او امنیتی وضعیت هم خبرې شوې دی.
یاد پلاوی له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او د افغانانو د لاس نیوی ډاډ ورکړی دی.
دغه لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر یاد پلاوی ته د نجونو د زده‌ کړو په اړه ویلی، چې سرپرست حکومت د خلکو ټولو شرعی حقونو ته ژمن دی او د نجونو پر زده‌ کړو لګېدلی محدودیت دایمی نه دی.
تر دې وړاندې هم د اسلامی همکاریو د سازمان په ګډون یو شمېر پلاوی د سرپرست افغان حکومت له چاوراکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.