ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۱۴مه) د افغانستان اسلامی امارت د ملکی هوایی چلند اداره وایی، په ورځنی ډول د کابل له هوایی ډګره ۲۰ الوتنې ترسره کېږی چې له ډلې یې ۳ کورنۍ او پاتې ۱۷ یې بهرنۍ الوتنې دی.
د ملکی هوایی چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدی رسنیو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادی حالت ته ګرځیدلی دی.
د احمدی په وینا په بهرنیو الوتنو کې ډېرې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږی چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له ۶ تر ۷ زرو امریکایی ډالرو عاید ترلاسه کېږی.
ښاغلی احمدی د عوایدو د ټولیزه کچې په اړه څه و نه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به دا الوتنې ډېرې او عواید به یې هم تر اوس لوړ شی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامی امارت حکومت له قطر او ترکیې سره خبرې روانې کړی دی، څو د کابل هوایی ډګر د چارو سمبالښت دوی ته وسپارل شی.
گهیځ