کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۹ مه نېټه):
د خواړو او درملو ملی اداره وایی، د دې ادارې رییس له خپل ازبکستانی سیال اولوغ بیک ایګم اوف سره انلاین ناسته کې د افغانستان درملو، خوراکی توکو او روغیتایی محصولاتو ته پر بازاره موندلو خبرې کړې دی.
د خوړو او درملو ملی ادارې زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د اړیکو پر پراخېدو، اقتصادی پیاوړتیا، خوړو، درملو، طبی لوازمو او روغتیایی محصولاتو د کېفیت او مصوونیت ترڅنګ په ورته برخو کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او هغه درمل، چې له ازبکستان هېواد څخه افغانستان ته واریدیږی، د پروسې پر ساده کولو او نړیوالو معیارونو او ستنډردونو بحث او خبرې ترسره شوې.
دغې ادارې زیاته کړې، هڅه کوی چې ازبکستان د افغانستان د درملو په صنعت کې پانګونې ته لېواله کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ