د کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین له نوی سفیر سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له نوی ټاکل شوی سفیر سره تعارفی ناسته کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت پر ټوېټر پاڼه لیکل شوی، چې د دې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژیوچینګ سره تعارفی ناسته وکړه او د هرکلی ترڅنګ یې د سرپرست حکومت له لوری نوموړی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاد وزارت ویلی، چې سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د چین وروستۍ پرېکړه ستایلې او ویلی یې دی، چې یاد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لیدلوری درلودلی دی. دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د چین سفیر ژیوچینګ وویل چې افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هیله یې وښوده چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې به نورې ښې لاسته راوړنې هم و لری.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.