معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره کتلي

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شینګ سره په کتنه کې د نیله باغ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې وکړې.

سرپرست وزیر حمدالله نعماني په دغه کتنه کې همدارنګه له افغانستان سره د چین د مرستو له کبله د مننې ترڅنګ په کابل کې د نیله باغ پروژې، چې د چین هېواد په بلا عوضه مرسته جوړیږي، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه خبرې کړې او د یادې پروژې د ټولیزې بشپړتیا د څرنګوالي په اړه مالومات ورکړي دي.

نوموړي زیاته کړې، د هغه ۱۰ زره کورونو له جملې چې ۱۴۰۰ یې د کابل په نیله باغ پروژه کې جوړیږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شینګ ویلي، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو کېفیت او چټکتیا په موخه له اړوند شرکت سره خبرې کړي او تمه لري، چې چارې به یې پر ټاکلي وخت ترسره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس