کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شینګ سره په کتنه کې د نیله باغ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې وکړې.
سرپرست وزیر حمدالله نعمانی په دغه کتنه کې همدارنګه له افغانستان سره د چین د مرستو له کبله د مننې ترڅنګ په کابل کې د نیله باغ پروژې، چې د چین هېواد په بلا عوضه مرسته جوړیږی، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه خبرې کړې او د یادې پروژې د ټولیزې بشپړتیا د څرنګوالی په اړه مالومات ورکړی دی.
نوموړی زیاته کړې، د هغه ۱۰ زره کورونو له جملې چې ۱۴۰۰ یې د کابل په نیله باغ پروژه کې جوړیږی، تمه لری چې پاتې هغه یې د نوی کابل ښار په پروژه کې جوړ او یاده پروژه سرته ورسیږی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شینګ ویلی، د نیله باغ هستوګنیزې پروژې د چارو کېفیت او چټکتیا په موخه له اړوند شرکت سره خبرې کړی او تمه لری، چې چارې به یې پر ټاکلی وخت ترسره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ