معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره کتلي

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د چین له سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي.

د خبر پر بنسټ دغه کتنه کې د وزارت اړوند پروژو په اړه خبرې شوي.

په دغه کتنه کې سرپرست وزیر ویلي، چین او افغانستان پخوانۍ سیاسي او اقتصادي اړیکې لري، چې دواړه لوري یې پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دي او په کار ده چې چینایي پانګوال وهڅول شي، څو د نوي کابل ښار په ساختماني چارو کې پانګونه وکړي.

اخوا جاو شینګ ویلي، په نوي کابل ښار کې د پانګونې شرایط، اسانتیاوې او نورې برخې دې روښانه شي، څو چینایي پانګوالو ته بشپړ معلومات ترلاسه او بیا د پانګونې لپاره زړه ښه کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس