د کونړ- نورستان ۳۳ کیلو مټره پوخ شوی سړک د کیفیت خرابوالی له امله بېرته ویجاړ شوی دی
راپور: ګوهر صافی
د کونړـ نورستان د ۱۰۵ کیلو مټره سړک هغه برخه چې څو کلونه وړاندې قیر شوې وه، د کیفیت د خرابوالی له امله بېرته ویجاړه شوې او ولسونو ته د ګڼو ستونزو را ولاړېدو له امله یې د بیا رغونې کار بیا پیلېږی.
د کونړـ نورستان دغه سړک چې د کونړ له مرکز اسعد آباده د نورستان تر مرکز پارونه غځیدلی دی، څو کلونه وړاندې یی د اساسی جوړولو په موخه سروې شوې او یوه برخه یی له اسعدآباد څخه تر ماڼوګۍ ولسوالۍ پورې چې ۳۳ کلیو متره کېږی قیر شوی هم ؤ،خو د بېلابېلو لاملونو له امله نه یوازې ددې سړک د جوړېدو چارې په ټپه ودریدې، بلکې د کار کیفیت ته د نه پاملرنې له امله د سړک جوړه شوې برخه هم ویجاړه او سړک بېرته په کنډ او کپر بدل شو.
ددې سړک بېرته ویجاړېدو د نورستان او پیچ درې ولسونو ته ګڼې ستونزې راولاړې کړی، ځایی خلک د سړک د بېرته ویجاړېدو اصلی لامل د کیفیت خرابوالی، د سړک څخه د بارانونو د اوبو د وتلو د لارې نه شتون او د سړک ساتنې ته نه پاملرنه بولی او وایی حکومت څرنګه چې لازمه وه د سړک د جوړېدو پر مهال د کارونو د کیفیت څارنه نه ده کړې.
د محصل خان په نامه یو تن ځایی اوسېدونکی وایی: “دغه سړک دوولس کاله وړاندې جوړ شوی ؤ خو کاریدونکی مواد یی بې کیفیته وو، نه یې د اوبو لارې وتلې وې او نه پکې مواد ښه استعمال شوی وو د هغې له کبله دا سړک بېرته خراب شو، مونږ ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې، ټولې درې ته ډېرې ستونزې دی، څوک پرې غور نه کوی باید پدې غور وشی.”
د اسعد آباد – پارون ترمنځ پر غځیدلی سړک موټر چلوونکی هم د دغه سړک خراب حالت اغېزمن کړی دی، یو تن موټر چلوونکی نجیب الله وایی پخوا چې سړک جوړ ؤ، دوی ته ښه ورځ مزدوری پاتې کیده خو اوس چې د یاد سړک د پلونو او پلچکونو په ګډون د نا امنۍ او عدم مراقبت له امله ډېرې برخې وېجاړې شوې دی، هغه پیسې چې ګټی یې، بېرته یې د موټرو په ترمیم لګوی.
د نورستان او پیچ درې اوسېدونکی دا هم وایی چې ډېر کله په دې لاره د دوی ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دوی وایی د کونړ مرکز اسعدآباد ته د تګ راتګ پر مهال ځکه له ستونزو سره مخ دی چې له یوې خوا سړک خام او له بل لورې پر سړک رغول شوی پلونه او پولچکونه د ماینونو او جګړو له امله ویجاړ شوی او دوی له خپلو سېمو دناروغانو په انتقال کې هم دګڼو ستونزو سره مخ دی
دوی له حکومته غواړی چې څومره ژر کولای شی باید سړک په اساسی ډول ورغوی او دوی له ستونزو وژغوری .
د وحدت په نامه د چپې درې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایی: “دا سړک رښتیا هم ډېر خراب دی، کنډ او کپر شوی موږ ته د ناروغانو په انتقال کې ډېره ستونزه ده، کله چې مریض ولایتی شفاخانې ته انتقالوو د چپې درې، ماڼوګی او د ټول پیچ درې سړک ډېر خراب دی په لاره کې دا مریضان که پنځوس فیصده خراب وی، تر هغه ځایه چې رسېږی نو اتیا نوی فیصده نور هم خراب شوی وی، نو په ځای ددې چې صحت یاب شی ناروغی یی نوره هم زیاتیږی، او ډېر کله خو زیاتو مریضانو په لاره کې هم پور پرې کړی.”
د یاد سړک خرابوالی په سیمه کې سوداګریزې چارې هم اغېزمنې کړی دی.
سوداګر وایی د سړک د خرابوالی له امله یی نورستان ته توکی پر وخت نه رسېږی، په لاره کې خرابیږی او کرایه یی هم دوه برابره زیاته ده چې د توکو په بیو یې هم اغېز کېږی او دوی مجبور دی دا ټول مصارف د توکو پر بیو واچوی.
یو تن سوداګر مولوی ګل زمین چې په نورستان کې دوکانداری کوی وایی: ”د نورستان سړک فعلا لپاره ډېر خراب دی ، ددې ځای نه مونږ ډېرې زیاتې میوې او سبزیانې مونږ هلته لیږو، خو لاره ډېره زیاته خرابه ده، ټول اثر یې په مونږ پریوزی،کرایه ګانې زیاتې دی، که لاره برابره شی نو هلته به تولیدات هم زیات شی له دې ځای نه به صادرات هم زیات شی او مونږ ته به هم ډېره آسانی شی.”
زده کوونکی او محصلین هم ددې لارې له خرابوالی شکایت کوی او وایی د سړک د خرابوالی له امله په خپل وخت ښوونځی او پوهنتون ته نشی رسیدای. د دوی په خبره چې اکثره وختونه درسی ساعتونه ترې تېر شوې وی او د ښوونکو د قهر او غوسې سره مخ وی.
دوی زیاتوی چې پدې لاره د کرایو زیاتوالی او د زده کوونکو غربت زیات کسان له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې کړی دی .
ذاکرالله د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهنتون محصل او د ماڼوګی ولسوالۍ اوسیدونکی وایی: “هر وخت رانه ساعت تللی وی، یو ساعت دوه ساعته رانه تللی وی چې لاړ شو استاذ مو نه پریږدی ټولګی کې وایی چې ناوخته مه راځئ، مونږه ښه وخته راروانیږو خو سړک خراب دی په لاره کې وخت ډېر لګیږی او سړک ټول ټوټې ټوټې دی، نو ځکه مونږ ناوخته رسېږو.”
ددې سړک په اوږدو کې پراته ولسونه وایی په وار وار یې له دولته غوښتنه کړې چې دغه سړک ورغوی او دولت هم ورسره ژمنې کړی دی خو په عمل کې هېڅ نشته.
مدنی فعال او ددې سیمې اوسیدونکی عزیزالله پاچا وایی:
” دغه زمونږ د پیج ولسوالۍ سړک تقریباً د کلونو راهیسې خراب او کنډو کپر دی، بار بار مو اړونده مراجعو ته خپل شکایتونه کړی دی، یوازې په نوم سروې ګانې وشی او په عمل کې یی د کار کوم څرک نه لیدل کېږی. متأسفانه چې اوس هم ستونزو سره مخ یو او غوښتنه مو هم دا ده چې دا مشکلات ددې اولسونو حل شی او عملی کار وشی.”
د کونړ ولایت د سړک د ساتنې او څارنې ریاست د کار او ساختمان آمر انجینیر فیضان الحق ددغه سړک د خرابوالی لامل د هغه مهال د پی ار ټی یا د بهرنیو د ولایتی بیارغونې ټیم له لورې په خپل سر کار کول او حکومتی مسؤولینو ته د څارنې حق نه ورکول یادوی او وایی چې ددې سړک جوړونې پر مهال د حکومت له لورې د کیفیت د څارنې په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی نو ځکه یاد سړک په سمه توګه نه دی جوړ شوی او ډېر ژر بېرته ویجاړ شو.
انجینیر فیضان الحق همدا راز وایی چې ددې سړک د جوړولو پر مهال د ساختمان اړوند تخنیکی برخو ته پاملرنه نه ده شوې چې له امله یې دا سړک ژر ویجاړ او ولسونو ته یی لویې ستونزې جوړې کړې دی.
نوموړی وایی: ” سړک یو ساختمان دی، نو دا باید په اساسی شکل جوړ شوی وای ، د سړک ډېچونه، واشونه او استنادی دېوالونه په نظر کې نه دی نیول شوی او په معیاری شکل دا سړک نه دی جوړ شوی او علت یې همدا دی چې زر وېجاړ شوی دی.”
انجینیر فیضان الحق وایی چې اوس اوس د وزارت له خوا رالیږل شوی ټیمونه له چغانه تر چپې درې په سروې بوخت دی او ولسونو ته ډاډ ورکوی چې ډېر ژر به دغه سروې مکمله او سړک د جوړېدو کارونه پیل شی.
خو ځایی خلک بیا تېرو ژمنو ته په کتو دغه ځل هم سل په سلو کې د سړک د جوړېدو کارونو پیل ته هیله من نه دی او وایی ښایی دغه ځل هم لکه د تېرو وختونو په څېر یوازې ددې سړک جوړول تر سروې محدود وی.
د یادولو وړ ده چې نړیوالو ځواکونو په مالی مرسته په کونړ ولایت کې له ۲۰۰ کېلومتره څخه زیات سړکونه په پاخه ډول جوړشوی وو چې له برخې یې دپیج درې د ۳۳ کېلو متره قیر سړک زیاتې برخې له منځه تللی دی.
گهیځ