معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ ولايت په ځینو ولسواليو کې د پيازو او کچالو د ساتنې د ذخېرو جوړولو په برخه کې فساد شوی

د کونړ ولايت په ځینو ولسواليو کې د پيازو او کچالو د ساتنې د ذخېرو جوړولو په برخه کې فساد شوی

د کونړ ولايت په ځینو ولسواليو کې د پيازو او کچالو د ساتنې د ذخېرو جوړولو په برخه کې فساد شوی
راپور : سپين غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیي چې ددې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پیازو او کچالیو لپاره په جوړو شویو لنډ مهاله ذخیرو کې هم فساد شوی دی.
که څه هم کونړ ولایت د باغدارۍ د ودې لپاره بې سارې فرصتونه لري، خو کرهڼیزه ځمکه یي کمه ده او ځایي خلک شکایت لري چې دلته د نورو پروژو ترڅنګ د کرهڼې په برخه کې هم پروژې په سم ډول نه پلې کېږي.
د تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال په وروستیو کې ددې ولایت په نږدې دوولسو ولسوالیو کې د پیاز او کچالو د ساتنې لپاره ۸۰ دانې ذخیرې جوړې شوې.
د مسؤولینو په وینا ددې اتیا ذخیرو یا سړو خونو ټول لګښت (۴۳۰۰۰۰۰۰) درې څلويښت ميلیونه افغانۍ وو، چې د (۱۴۸۰) ټنو په ظرفيت پياز او کچالو د لنډې مودې يا څو مياشتو لپاره پکې ساتل کېدای شي.
د ګهیځ موندنې ښيي چې ددې خونو په جوړېدو کې فساد شوی او تر ډېره هغو کسانو ته دا خونې ورکړل شوي چې بزګران نه دي.
په وټه پور ولسوالۍ کې د ځوانانو شورا يو غړی چې نه يې غوښتل نوم يې په رپورټ کې ياد شي، موږ ته وويل چې دغه خونې تر ډېره هغه چا ته جوړې شوي چې يا يې خپل خپلوانو په دغه مؤسسه او يا هم د کرهڼې په رياست کې دنده درلوده یا یې پکې څوک پېژندل.
نوموړی زياتوي چې: “کومو خلکو ته چې دا خونې ورکړل شوې، هغوی بېخي سبزي يا کچالو او پياز نه کري.”
د وټه پور ولسوالۍ د ځوانانو د شورا غړی همدار رنګه وایي چې: په ددې پروژو په پیسو کې آن وسله والو مخاليفينو ته هم په ځينو سيمو کې برخه ورکړل شوې او د هرې خونې په جوړښت کې حکومتي مسؤولينو هم له لس زره تر پنځلس زره افغانيو اخيستي دي، او بله دا چې دغه خونې باید هغه چاته جوړې شوې وای چې تر پنځه جريبه پورې ځمکه ولري او چې سبزي کري، خو متأسفانه داسې ونه شول.
همداراز هغه وايي چې په سیمه کې د دغه خونو په سمه کارونه څوک نه پوهېږي او نه هم په دغه برخه کې چاته روزنه يا ټرينيګ ورکړل شوی.
د کونړ ولایت د مرکز د ډنډونو د سیمې يو اوسېدونکی، جهانزيب وايي: “هېڅوک په دغه خونو کې پياز او کچالو نه ږدي او خالي پرتې دي، چې ممکن د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړې شي، نو دا پېسې هغه د چا خبره هسې سيند ته وغورځېدې.
خو بل اړخ ته د کونړ ولايت د کرهڼې رياست د ترويج مدير ښاغلی حيات الله هلال بیا وایي چې دوی د (NHLP)مؤسسې په همکارۍ چې بودجه يې د نړيوال بانک له خوا ورکول کېده، د کونړ تقريبا په ټولو ولسواليو او د مرکز په شا او خوا سيمو کې د کچالو او پيازو ساتنې خونې جوړې کړې دي.
د کونړ ولایت د کرهنې ریاست د ترویج مدیر زیاتوي چې: “موږ ته په راکړل شويو ليستونو کې يې د چپې درې په ولسوالۍ کې يو کروندګر ته د پيازو يوه خونه په (۳۸۰۰۰۰) درې لکه اتيازره افغانيو جوړه کړې چې پکې (۳۸۰۰۰) اته دېرش زره افغانۍ د کروندګر سهم يا برخه ده او پاتې (۳۴۲۰۰۰) درې لکه دوه څلويښت زره افغانۍ د حکومت يا ټاکل شوي فنډ څخه ورکول شوې دي.”
نوموړی همدا ډول وایي چې د کونړ ولایت په زياتو ولسواليو کې د هرې خونې همدغه قيمت دی، چې د کروندګر له برخې پرته نورې پېسې په قسط وار ډول په څلورو پړاونو کې ورکړل شوې دي، خو دده په خبره په څلورم پړاو کې بيا په ځينې ځايونو کې ورکړل شوې پېسې(۱۱۰۰۹۸)افغانۍ ، يا (۹۱۵۰۰)افغانۍ ،يا (۷۸۳۰۰)افغانۍ دي او همدغه ډول په لږ توپير سره دي،په داسې حال کې چې موږ د کړي حساب له مخې بايد په څلورم پړاو کې (۹۳۰۰۰)افغانۍ ورکړل شي.
همدا راز د کونړ ولايت د کرهڼې رياست څخه ګهیځ ته په ورکړل شويو اسنادو کې دوی ښودلې چې، د کچالو د ساتنې خونې هم په کونړ کې تقريبا د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې جوړې شوې دي، چې په هره خونه تقریباً(۶۱۵۵۱۲)شپږ لکه پنځلس زره پنځه سوه دولس افغانۍ لګښت راغلی، چې (۶۱۵۵۱)يوشپېته زره پنځه سوه يو پنځوس افغانۍ په کې د کروندګر برخه يا سهم دی.
بل اړخ ته د بېلابېلو سيمو او ولسواليو له سرچينو څخه ګهیځ ته رسېدلي معلومات ښايي چې د دغه خونو په سمه کارونه خلک نه پوهېږي او نه همکارې مؤسسې او نه حکومت په دغه برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.
خلک نيوکه کوي چې دغه خونې په خورا لوړ لګښت جوړې شوې دي او د دوی په وېنا ؛که دا دومره ډېرې پېسې يې همداسې په خلکو ويشلې وای نو څو کاله يې کولای شول چې پياز کچالو په لوړ قيمت واخلي، بل خوا په ټولنيزو رسنيو کې هم دا نيوکه وه چې کونړ کې دومره کرهڼيزې ځمکې له کومه شي چې دوی په کې پياز او کچالو وکري او بيا يې وساتي!؟
د دې پروژې د پرانیستې پر مهال په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر مدني فعالانو لخوا لیکل شوي وو په دې خونو کې شته کچالو او پیاز د چارواکو لخوا له بازاره راوړل شوي، مسؤولينو انځورونه ورسره واخیستل او چې کله د پرانيستنې انځورونه وويستل شول، نو هغه له بازار يا مارکيټ څخه راوړي پياز او کچالو يې بېرته خپلو مالکینو ته انتقال کړل.
په ورته وخت کې ددې خونو د کیفیت په تړاو هم پوښتنې شته چې په اړه یي د کونړ د کرهڼې ریاست یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یي واخیستل شي وایي: “د دې پروژې د پلي کېدو پر مهال د پيازو خونې له لرګيو جوړېدې، په داسې حال کې چې قرار داد يا پروپوزل کې داسې نه وو، یو ځل يوه غوغا جوړه شوه چې بيا نه پوهېږم ولې یې موضوع لوېدو ته پرېنښوده او څنګه يې غلې کړه، بيا يې دغه خونې له فلز څخه جوړې کړې چې اوس يې هم کيفيت ښه نه دی.”
د کونړ ولایت اوسېدونکي په عامه توګه ګيله کوي چې ولې نړيوال او مرستندوی هېوادونه دوی ته بنسټيزې پروژې په رڼه او سم ډول نه پلې کوي او وايي چې د سيمې د خلکو اړتیا يوه شي ته وي او دوی بل شي ورته جوړوي.
دغه خلک د بېلګې په توګه د ملي دسترخوان پروګرام ته اشاره کوي چې د هېواد پارلمان له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په دغه مرسته شويو پېسو دې، ځورېدلي او اړ ملت ته بنسټيزې پروژې؛ لکه: برېښنا بندونه،کانالونه او نور جوړ کړي، خو حکومت دا استدلال وکړ چې دوی ته نړيوال مرسته کوونکي دا اجازه نه ورکوي چې دغه پېسې د ملي دسترخوان پرته په نورو بنسټيزو پروژو ولګوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس