د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو کې د پیازو او کچالو د ساتنې د ذخېرو جوړولو په برخه کې فساد شوی
راپور : سپین غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیی چې ددې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د پیازو او کچالیو لپاره په جوړو شویو لنډ مهاله ذخیرو کې هم فساد شوی دی.
که څه هم کونړ ولایت د باغدارۍ د ودې لپاره بې سارې فرصتونه لری، خو کرهڼیزه ځمکه یی کمه ده او ځایی خلک شکایت لری چې دلته د نورو پروژو ترڅنګ د کرهڼې په برخه کې هم پروژې په سم ډول نه پلې کېږی.
د تېر ۲۰۲۰ زېږدیز کال په وروستیو کې ددې ولایت په نږدې دوولسو ولسوالیو کې د پیاز او کچالو د ساتنې لپاره ۸۰ دانې ذخیرې جوړې شوې.
د مسؤولینو په وینا ددې اتیا ذخیرو یا سړو خونو ټول لګښت (۴۳۰۰۰۰۰۰) درې څلویښت میلیونه افغانۍ وو، چې د (۱۴۸۰) ټنو په ظرفیت پیاز او کچالو د لنډې مودې یا څو میاشتو لپاره پکې ساتل کېدای شی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې ددې خونو په جوړېدو کې فساد شوی او تر ډېره هغو کسانو ته دا خونې ورکړل شوی چې بزګران نه دی.
په وټه پور ولسوالۍ کې د ځوانانو شورا یو غړی چې نه یې غوښتل نوم یې په رپورټ کې یاد شی، موږ ته وویل چې دغه خونې تر ډېره هغه چا ته جوړې شوی چې یا یې خپل خپلوانو په دغه مؤسسه او یا هم د کرهڼې په ریاست کې دنده درلوده یا یې پکې څوک پېژندل.
نوموړی زیاتوی چې: “کومو خلکو ته چې دا خونې ورکړل شوې، هغوی بېخی سبزی یا کچالو او پیاز نه کری.”
د وټه پور ولسوالۍ د ځوانانو د شورا غړی همدار رنګه وایی چې: په ددې پروژو په پیسو کې آن وسله والو مخالیفینو ته هم په ځینو سیمو کې برخه ورکړل شوې او د هرې خونې په جوړښت کې حکومتی مسؤولینو هم له لس زره تر پنځلس زره افغانیو اخیستی دی، او بله دا چې دغه خونې باید هغه چاته جوړې شوې وای چې تر پنځه جریبه پورې ځمکه ولری او چې سبزی کری، خو متأسفانه داسې ونه شول.
همداراز هغه وایی چې په سیمه کې د دغه خونو په سمه کارونه څوک نه پوهېږی او نه هم په دغه برخه کې چاته روزنه یا ټرینیګ ورکړل شوی.
د کونړ ولایت د مرکز د ډنډونو د سیمې یو اوسېدونکی، جهانزیب وایی: “هېڅوک په دغه خونو کې پیاز او کچالو نه ږدی او خالی پرتې دی، چې ممکن د وخت په تېرېدو سره له منځه ولاړې شی، نو دا پېسې هغه د چا خبره هسې سیند ته وغورځېدې.
خو بل اړخ ته د کونړ ولایت د کرهڼې ریاست د ترویج مدیر ښاغلی حیات الله هلال بیا وایی چې دوی د (NHLP)مؤسسې په همکارۍ چې بودجه یې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېده، د کونړ تقریبا په ټولو ولسوالیو او د مرکز په شا او خوا سیمو کې د کچالو او پیازو ساتنې خونې جوړې کړې دی.
د کونړ ولایت د کرهنې ریاست د ترویج مدیر زیاتوی چې: “موږ ته په راکړل شویو لیستونو کې یې د چپې درې په ولسوالۍ کې یو کروندګر ته د پیازو یوه خونه په (۳۸۰۰۰۰) درې لکه اتیازره افغانیو جوړه کړې چې پکې (۳۸۰۰۰) اته دېرش زره افغانۍ د کروندګر سهم یا برخه ده او پاتې (۳۴۲۰۰۰) درې لکه دوه څلویښت زره افغانۍ د حکومت یا ټاکل شوی فنډ څخه ورکول شوې دی.”
نوموړی همدا ډول وایی چې د کونړ ولایت په زیاتو ولسوالیو کې د هرې خونې همدغه قیمت دی، چې د کروندګر له برخې پرته نورې پېسې په قسط وار ډول په څلورو پړاونو کې ورکړل شوې دی، خو دده په خبره په څلورم پړاو کې بیا په ځینې ځایونو کې ورکړل شوې پېسې(۱۱۰۰۹۸)افغانۍ ، یا (۹۱۵۰۰)افغانۍ ،یا (۷۸۳۰۰)افغانۍ دی او همدغه ډول په لږ توپیر سره دی،په داسې حال کې چې موږ د کړی حساب له مخې باید په څلورم پړاو کې (۹۳۰۰۰)افغانۍ ورکړل شی.
همدا راز د کونړ ولایت د کرهڼې ریاست څخه ګهیځ ته په ورکړل شویو اسنادو کې دوی ښودلې چې، د کچالو د ساتنې خونې هم په کونړ کې تقریبا د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې جوړې شوې دی، چې په هره خونه تقریباً(۶۱۵۵۱۲)شپږ لکه پنځلس زره پنځه سوه دولس افغانۍ لګښت راغلی، چې (۶۱۵۵۱)یوشپېته زره پنځه سوه یو پنځوس افغانۍ په کې د کروندګر برخه یا سهم دی.
بل اړخ ته د بېلابېلو سیمو او ولسوالیو له سرچینو څخه ګهیځ ته رسېدلی معلومات ښایی چې د دغه خونو په سمه کارونه خلک نه پوهېږی او نه همکارې مؤسسې او نه حکومت په دغه برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی دی.
خلک نیوکه کوی چې دغه خونې په خورا لوړ لګښت جوړې شوې دی او د دوی په وېنا ؛که دا دومره ډېرې پېسې یې همداسې په خلکو ویشلې وای نو څو کاله یې کولای شول چې پیاز کچالو په لوړ قیمت واخلی، بل خوا په ټولنیزو رسنیو کې هم دا نیوکه وه چې کونړ کې دومره کرهڼیزې ځمکې له کومه شی چې دوی په کې پیاز او کچالو وکری او بیا یې وساتی!؟
د دې پروژې د پرانیستې پر مهال په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر مدنی فعالانو لخوا لیکل شوی وو په دې خونو کې شته کچالو او پیاز د چارواکو لخوا له بازاره راوړل شوی، مسؤولینو انځورونه ورسره واخیستل او چې کله د پرانیستنې انځورونه وویستل شول، نو هغه له بازار یا مارکیټ څخه راوړی پیاز او کچالو یې بېرته خپلو مالکینو ته انتقال کړل.
په ورته وخت کې ددې خونو د کیفیت په تړاو هم پوښتنې شته چې په اړه یی د کونړ د کرهڼې ریاست یوه سرچینه چې نه غواړی نوم یی واخیستل شی وایی: “د دې پروژې د پلی کېدو پر مهال د پیازو خونې له لرګیو جوړېدې، په داسې حال کې چې قرار داد یا پروپوزل کې داسې نه وو، یو ځل یوه غوغا جوړه شوه چې بیا نه پوهېږم ولې یې موضوع لوېدو ته پرېنښوده او څنګه یې غلې کړه، بیا یې دغه خونې له فلز څخه جوړې کړې چې اوس یې هم کیفیت ښه نه دی.”
د کونړ ولایت اوسېدونکی په عامه توګه ګیله کوی چې ولې نړیوال او مرستندوی هېوادونه دوی ته بنسټیزې پروژې په رڼه او سم ډول نه پلې کوی او وایی چې د سیمې د خلکو اړتیا یوه شی ته وی او دوی بل شی ورته جوړوی.
دغه خلک د بېلګې په توګه د ملی دسترخوان پروګرام ته اشاره کوی چې د هېواد پارلمان له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په دغه مرسته شویو پېسو دې، ځورېدلی او اړ ملت ته بنسټیزې پروژې؛ لکه: برېښنا بندونه،کانالونه او نور جوړ کړی، خو حکومت دا استدلال وکړ چې دوی ته نړیوال مرسته کوونکی دا اجازه نه ورکوی چې دغه پېسې د ملی دسترخوان پرته په نورو بنسټیزو پروژو ولګوی.
گهیځ