د کونړ ولایت د پولیسو په اعاشه کې پراخ فساد روان دی
راپور: ساحل اتل
د ګهیځ موندنې ښیی چې د کونړ ولایت پولیسو ته هغه ډول اعاشه نه ورکول کېږی لکه څه ډول چې د افسرانو، ساتنمنانو او سرتېرو د استحقاق په ۲۴ ساعته جدول کې راغلې.
د هغو انځورونو او شواهدو له مخې چې ګهیځ موندلی ښیی چې دغه خواړه د ټاکل شوی استحقاق له ۲۴ ساعته جدول سره هیڅ سمون نه لری.
د دغو موندنو په اساس، ډېره غلا په هغو پیسو کې کېږی چې په میاشتنی ډول یوه سرتېری ته د ډوډۍ، وریجو او غوښې چمتو کولو لپاره ځانګړې شوې دی.
احمد نامی پولیس چې په وټه پور ولسوالۍ کې په یوه پوسته کې دنده لری وایی چې دوی ته ورکول کیدونکی خواراکی مواد د ټاکل شوې تابلو سره هېڅ سمون نه خوری، کیفیت یی خراب او اندازه یی کمه ده.
نوموړی زیاتوی چې: “داسې شیان راکوی چې هېڅ د خوراک نه وی، که سبزی او میوه وی نو خوسا (زاړه شوی) وی، کوم اوړه چې ډوډۍ ترې پخیږی کیفیت یې ډېر خراب وی، دوی چې کله په بازار کې خریداری کوی تر ټولو ارزان توکی اخلی نو موږ مجبور شو چې په شخصی لګښت ځینې شیان واخلو.”
د نوموړی په وینا دوی ته د ورکول کیدونکو خوراکی توکیو په اخیستلو کې پراخ فساد تر سره کېږی چې له امله یې دوی ته رسیدونکی خواړه په هېڅ وجه بسنه نه کوی.
د چپې درې ولسوالۍ په ګلسلک کلی کې د سراج په نوم هغه ډوډۍ پخوونکی چې د سرتېرو لپاره ډوډۍ پخوی وایی، چې هغه اوړه چې د قرارادادی له خوا د سرتېرو لپاره د ډوډۍ پخولو لپاره دوی ته راوړل شوی زاړه او کیفیت یی بېخی خراب دی.
نوموړی زیاتوی چې: “اوړه چې راوړی ډېر خراب وی، یو ډول بوی کوی، بور هم لری، داسې اوړه وی چې عام خلک یی نه اخلی، پولیس یې له ناکامه بیا ډوډۍ خوری.”
د دې باوری امنیتی سرچینې په خبره، یوه سرتېری یا افسر ته د میاشتنۍ له ځانګړو شوو پیسو څخه تر نیمایی ډېرې نه مصرفېږی او دغه پاتې پیسې بیا د اړوندو مسؤولینو جېبونو ته ځی.
د چپې درې ولسوالۍ په یوه پوسته کې سیمه ییز پولیس ګل ولی هم وایی چې کومې وریژې چې دوی ته ورکول کېږی کیفیت یی ډېر خراب وی.
نوموړی زیاتوی چې دوی ته د لومړۍ سیلې په ځای پرمل وریجې ورکوی، دغه وریجې ډېر بد بوی لری او هېڅ د خوراک وړ نه دی، ځکه نو دوی اکثره وخت د همدې وریجو د خوراک له امله ناروغه کېږی هم.
خو د کونړ د امنیې قوماندانۍ د چارواکو په وینا، په ورځنی ډول د هر سرتېری، ساتنمن او افسر د غذا لپاره د تابلو په اساس ښه او کیفیت لرونکی خواړه ټاکل شوی دی.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید احمد دهقان پدې اړه وایی چې: د سرتېرو په خوړو کې د جدول مطابق. ښه کیفیت لرونکی ورېژه، د ښه کیفیت لرونکی اوړه، غوړی، نخود، وچې شیدی، میوه، سبزی او نور مواد شامل دی.
د ده په خبره، دغه تابلو او د هر سرتېری لپاره ځانګړې شوې پیسې د کال په هر موسم کې توپیر کوی او دغه پیسې د کورنیو چارو وزارت قراردادی ته سپارل کېږی چې قراردادی بیا مکلف دی تر څوس افسرانو او ساتنمنانو ته په ورځنی ډول ډوډۍ ورسوی.
نوموړی وویل چې د پولیسو د اعاشې قرارداد د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست له لوری ترسره کېږی او د کونړ امنیه قوماندانی نېغ په نېغه له قراردادی سره اړیکه نه لری. خو په وینا یی د توکو د کیفیت د څارنې په کمیسیون کې د امنیه قوماندانۍ غړی هم شامل دی.
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وایی چې امنیه قوماندانۍ د خریدارۍ په وخت کې د موادو د کیفیت چک کولو لپاره خپل پروسیجر لری خو په وینا یی کله چې دا مواد ولسوالیو ته ولېږل شی بیا مسؤولیت د همدې ولسوالۍ د چارواکو دی.
ښاغلی فرید احمد دهقان وایی: د رئیس جمهور د حکم په اساس د پولیسو د اعاشې د موادو د کنټرول لپاره د ولایت مقام، څارنوالی او امنیه قومندانۍ ګډ هئیت ټاکل کېږی او ددې هیئت په حضور کې دغه مواد په ډیپو کې ځای پر ځای کېږی او بیا ولسوالیو ته لېږل کېږی چې هلته هم د هیئت به حضور کې ښکته کېږی او د استحقاق له مخې وېشل کېږی.
خو د نظامی چارو شنونکی بیا د پولیسو د اعاشې د حیف ومیل په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایی چې د امنیتی سرتېرو د خوراکی توکو بې کیفیت والی له دندې سره د هغوی د نه لېوالتیا لامل کېږی.
په کونړ کې یوه متقاعد ډګروال ګهیځ ته وویل چې په اوسنی نظام کې د پولیسو په لیکو کې فساد اوج ته رسېدلی خو څوک دغه وضعیت ته پاملرنه نه کوی.
هغه وایی چې په هېواد، په ځانګړې توګه د پولیسو افسرانو او سرتېرو ته د خوړو ته په ځانګړو شوو پیسو کې حیف و میل د دې لامل شوی چې یو شمېر سرتېری دندې پرېږدی او یا د جګړې په ډګر کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې سمه جګړه ونه کړی.
د یادونې ده چې د سرتېرو په اعاشوی قرارداد کې د درغلیو ستونزه یوازې په کونړ کې نه ده، بلکې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې پراته پولیس او پوځ وخت نا وخت د اعاشې د کمبود او یا هم د اعاشې د خراب والی په برخه کې د جګپوړو چارواکو د فساد خبره کوی.
گهیځ