د کونړ پر چغان تاریخی غونډۍ د ۵ زره نیالګیو کېنولو پروسه کې د یو نیم میلیون افغانیو برخلیک نامعلوم دی:

د کونړ پر چغان تاریخی غونډۍ د ۵ زره نیالګیو کېنولو پروسه کې د یو نیم میلیون افغانیو برخلیک نامعلوم دی:
راپور: سپین غر
د چغان تاریخی غونډۍ د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ښار په دوه کیلومترۍ کې پرته ده، چې دې وروستیو کې د کونړ کرنې ریاست، ښاروالۍ او ځینو نورو ادارو له خوا پر دغې غونډۍ ۵ زره بېلابېل نیالګی وکرل. اوس د دغو نیالګیو د کېنولو پروسه کې د فساد شتون ادعاوې کیږی.
د مسوولینو په وینا له کونړ څخه د وړل شویو ۵۰ زره بوجۍ بور له درکه یو نیم میلیون افغانۍ هم د دغې غونډۍ د زرغونتیا لپاره ځانګړې شوې وې.
که څه هم د یادې تاریخی غونډۍ زرغونتیا لپاره د ډېری ادارو له خوا کونړ ولایت مقام کې ژمن پاڼه لاسلیک شوې وه چې له مخې یې هره اداره مسووله بلل شوې وه، څو د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د دې غونډۍ د زرغونتیا لپاره هلې – ځلې وکړی، خو د ۵ زره بوټو له کېنولو بیا تر اوسه هغه کېنول شویو بوټو څخه د ګوتو په شمېر شنه بوټی هم نه دی پاتې. څه یې مات، د ځینو یوازې تنې ولاړې او د ځینو لا بیخی یوازې د بوټی ګردچاپېره موړې پاتې او بس.
ځینو سرچینو ګهیځ ته ویلی، چې دغه بوټی له ۵ زرو څخه کم کېنول شوی.
د اسعداباد ښاروالۍ مشورتی بورډ غړی حاجی اجمل یې هم د شمېر په اړه وایی چې له څلور زرو پورته نیالګی کېنول شوی، خو دقیق او کره شمېر په اړه یې ناخبری ښیی.
بل خوا د کونړ کرنې ریاست د ترویج مدیر روح الله هجران دغه خبره نه منی، چې ګواکې نیالګی دې له ۵ زرو څخه کم کېنول شوې وی. د ده په وینا له پنځو زرو څخه زیات نیالګی هلته کېنول شوی دی.
له سیمې څخه موږ هم خپله کتنه وکړه، خو په دې ونه توانېدو چې د کرل شویو بوټو کره ارقام ترلاسه کړو؛ ځکه ډېری نیالګی مات شوی او یا بیخی له بېخه ویستل شوی دی.
د ګهیځ ترلاسه شوې موندنې ښیی چې د کونړ زراعت ریاست د هر بوټی لپاره یو قوتی په 15پنځلس افغانۍ ویستلی، چې په دې حساب ۵ زره نیالګیو لپاره یواځې قوتی په ۷۵ زره افغانۍ وېستل شوی دی، خو د کونړ کرنې ریاست بیا دا نه منی چې ګنې دوی دې دغه قوتی په دا قیمت وېستلی وی.
د کونړ په کرنې ریاست کې د ترویج مدیر روح الله هجران شینواری یې په اړه وایی:
((د چغان غونډۍ کې ۵ زره بېلابېل نیالګی نهال شوی چې د نهالولو ترڅنګ د درې ځل اوبه کېدو، مزدورانو ته د مزدورۍ، د نیالګیو د انتقال او نورو چارو ترسره کولو ترڅنګ په دانګام کې د قره یی جوړولو چې جمله ۴ لکه او ۳۰ زره افغانۍ کیږی، لګولی دی. دا په ۱۶-۱۲-۱۳۹۹ نېټه بشپړه او د اسعداباد ښاروالۍ ته رسما سپارل شوې. د دې ترڅنګ موږ د بوټو لپاره قوتی په ورځ مزدورۍ وېستلی، نه داسې چې تاسو ته یې په اړه چا ویلی دی.))
د سیمې اوسېدونکی د نیالګیو وچېدو علت د اوبو ورکولو په سیستم کې د اړوندو مسوولینو ناغېړی بولی.
د دوی په وینا کله چې وریځ یا لمر لږ څه ګردجن وی، نیالګیو ته اوبه نه رسېږی. دوی دغه راز نیوکه کوی چې یادو نیالګیو ته اوبه ورکوونکی کسان کم دی.
د دوی په باور بنیادی مسله دا ده چې دا غر دی او ساحه یې کلکه ده، نو دا ډېره سخته ده چې ۵ زره نیالګی دې په دوه یا څلورو تنو اوبه شی. که څه هم د سیمې اوسېدونکی نه منی چې ګنې یاد بوټی دې بزو او نورو حېواناتو خوړلې وی، خو د زراعت ریاست د ترویج مدیر ښاغلی هجران بیا ګهیځ ته هغه انځورونه وښودل، چې عملا په کې بزې د دغو نیالګیو پر خوړلو بوخت دی.
د کونړ په زراعت ریاست کې د ترویج مدیر هجران وایی:
((دا چې نیالګی ټول وچ شوی، لامل یې د ښاروالۍ او ورسره د ښکېلو ادارو د همغږۍ نشتون او د چارو پڅوالی دی. د دې ترڅنګ سیمه کې د خلکو د همکارۍ نه شتون دی. خلکو سره له خبرتیا بیا هم خپلو مالونو، بزو او نورو حېواناتو مخه نه ده نیولې، نو له همدې امله دغه بوټی ډېر د دغو دوو علتونو له امله وچ شوی. یو د حېواناتو له امله او بل هم د اوبو نه رسېدو له امله.))
د نوموړی په خبره د یادو نیالګیو د وچېدو په اړه یې ولایت مقام او ښاروالۍ ته مکتوبی خبر هم ورکړی، چې باید په دې برخه کې ښکېل اړخونه خپله پاملرنه زیاته کړی؛ ځکه په خبره یې ښاروالۍ د دغو ۵ زره نیالګیو د اوبه کولو لپاره یوازې دوه تنه ټاکلی، چې دا چاره په دوو تنو ترسره کول ستونزمنه ده.
د هغه په خبره د اسعداباد ښاروالۍ یې په ځواب کې ورته لیکلی وو چې دوی د اوبو سیستم جوړ کړی او د بوټو د اوبه کېدو او حېواناتو څخه د ساتنې په موخه یې څلور کسان موظف کړی، څو له حېواناتو یې ساتنه وکړی. بلخوا کارپوهان وایی، د دغه ډول نیالګیو د زرغونتیا لپاره په کار ده چې د څاڅکی سیستم رامنځته شی. په دغه سیستم کې هر نیالګی لپاره پېپ غزول کیږی، خو د ښاروالۍ بورډ غړی حاجی اجمل وایی، ښاروالۍ دومره بودیجه نه لرله چې دغه سیستم یې پلی کړی وی او په وینا یې بله مهمه خبره دا وه چې د لوړ پوړو مسوولینو له خوا د وخت کموالی له امله عجله ډېره وه.
د هغه په وینا پروپوزل کې له جوړوونکی شرکت سره د ډراپ یا څاڅکی سیستم خبره نه وه شوې، خو دغه پروژې ته د اوبو سیستم جوړونکی شرکت (سجاد ساختمانی شرکت) مسوول حمدالله وایی:
((ما د څاڅکې یا ډراپ سیستم وړاندیز وکړ چې له دې اوسنی سیستم نه پرې لږ لګښت راتلو، خو ما سره چا ونه منله. بل ما ورته وویل چې دا سیستم ناکام دی. که د څاڅکې سیستم نه جوړوئ، نو داسې وکړئ چې ما ته دا غونډۍ راوسپارئ. زه به په کې ځان لپاره ونې کېنوم. ستاسې ونې به هم اوبه کوم او خپلې به هم. په راتلونکی کې ستاسې ونې ستاسې او زما ونې به زما وی، خو مسوولینو راسره دا خبره ونه منله. اوس د ټولو ۵ زره نیالګیو دغه حال شو چې ټول له مخې وچ شوی دی.))
د ګهیځ موندنې ښیی چې د یادې پروژې د ونو کېنولو چارې د کونړ زراعت ریاست له خوا ترسره شوی او د اوبو سیستم د اسعداباد ښاروالۍ په مالی مرسته جوړ شوی، خو هغه مهال چې په کونړ کې د ولایت مرستیال ډاکټر ګل محمد بېدار دنده لرله، د یوې طرحې له مخې یې له کونړ نه تلونکی د لرګیو بور چې (۵۰۰۰۰۰)پنځوس زره بوجۍ کېدې، د هرې بوجۍ په سر ۳۰ افغانۍ محصول ټاکلی وو، چې له درکه یې جمله یو نیم میلیون افغانۍ د ښاروالۍ بانکی اکاونټ ته لېږل شوې وې. د ولایت سکتور رییس عبیدالله امینزی په وینا یادې پیسې د چغان غونډۍ د زرغونتیا لپاره ځانګړې شوې وې.
ورته خبره په لږ توپیر د کونړ مرستیال والی واصف الله واصفی هم وکړه. هغه زیاته کړه چې د اوبو سیستم لپاره لګول شوې پیسې د ښاروالۍ له نورو عایداتی پیسو څخه شوی، چې د یو نیم میلیون په شاوخوا کې دی. هغه دلرګیو د بور له درکه د ښاروالۍ اکاونټ ته د تللیو یو نیم میلیون افغانیو په اړه وایی:
((دغه پیسې د افغانستان په کچه عمومی اکاونټ ته تللی دی. موږ پوه نه یو چې کوم ځای ته تللی، خو له کونړ څخه وتلی دی.))
پر خپل وخت د دې پروژې د اعلان پرمهال هم په ټولنیزو رسنیو کې لګښت (۲.۴) میلیونه افغانۍ ښودل شوی، چې همدغه رقم د ولایت د سکتور ریس عبیدالله امینزی هم تاییدوی.
ښاغلی امینزی زیاتوی:
((موږ ښاروال راغوښتی وو او د دغو پیسو پوښتنه مو ترې وکړه. هغې ویل چې دا پیسې موږ پر نورو برخو لګولی دی. بیا یې ویل، موږ به وګورو چې دا پیسې چېرته په لګښت رسېدلی؟ یادې پیسې یوازې د چغان غونډۍ زرغونتیا ته ځانګړې شوې وې او موږ یې د پوښتنې صلاحیت لرو.))
همدغه ځای کې د مسوولینو ترمنځ خبرې ضد او نقیض کیږی.
د خبرې سپیناوی او د یو نیم میلیون افغانیو د برخلیک معلومولو په اړه مو د اسعداباد ښاروالۍ د مشورتی بورډ غړی حاجی اجمل څخه نظر واخېست. هغه په دې اړه وویل:
((دغه پنځلس لکه افغانۍ نه دی مصرف شوی او د ښاروالۍ په اکاونټ کې پرتې دی.))
خو د کونړ ښاروال جواز باز ساپی وایی:
((د لرګیو د بور له درکه مو یو نیم میلیون افغانۍ اکاونټ ته راغلې وې چې دا یوازې په زرغونتیا نه دی لګول شوی. یوه کوچنۍ برخه یې دلته چغان غونډۍ کې په پېپ سکیم کې مصرف شوی او نورې پاتې پیسې په نورو انکشافی کارونو کې لګول شوی. موږ پرې د وکیل ګذرانو د عریضو او اړتیا پر بنسټ ځینو سیمو کې یادې پیسې په استنادی دېوالونو کولو او سرکونو په سیمنټ کولو کې په لګښت رسولی دی.))
بل خوا د چغان غونډۍ کې د ۵ زره نیالګیو د اوبه کېدو لپاره د جوړوونکی سیستم د شرکت (سجاد ساختمانی شرکت ) مسوول حمدالله وایی:
((دوی د دغو نیالګیو د اوبه کولو لپاره د څاڅکی یا ډارپ سیستم وړاندیز کړی وو چې له دې اوسنی سیستم نه پرې کمې پېسې لګېدې، خو دوی ونه مانه. د لرګیو د بور له درکه د یو نیم میلیونه افغانیو څخه ښاروالۍ دوه نیم یا درې لکه افغانۍ وروسته ځینو ونو ته د پیپ سکیم په جوړولو کې لګولی دی.))
د هغه په وینا دغه پروژه چې ۱۱۶ لمریزې تختې، پنځه سمرسېبلې یا واټر پمپونه، پنځه انوایټورې، پنځه فریمونه، ۱۲ سوه دوه انچه پېپ او درې د اوبو ذخېرې یا ټانکۍ په کې شاملې دی، په ۲۴ لکه افغانۍ خریداری شوی دی.
د اوسنی ښاروال جواز باز ساپی په خبره چې د چغان په غونډۍ کې د ونو کېنولو هوکړه لیک د پخوانی ښاروال عبیدالله ساپی دندې پرمهال شوی، خو زیات او کم عملی کارونه یې د ده په وخت کې ترسره شوی دی.
زموږ د معلوماتو له مخې دا وار بیا پلان دی چې د کونړ زراعت ریاست په مسوولیت او د زراعت وزارت په لارښوونه پر دغې تاریخی غونډۍ لس زره د وحشی بېرې ونې کېنول شی، خو هلته د څو تنو سرچینو په خبره که مسوولین یې د پالنې او ساتنې لپاره کوټلی ګامونه وانه خلی، نو ممکن د دغو نیالګیو برخلیک به هم د تېرو ۵ زره نیالګیو په څېر شی.
د کونړ ولایت ډېری مېشت وګړی په دې ټینګار کوی که حکومت د غرونو شنه کېدو او یا په کې چیک ډیمونو جوړولو ته پاملرنه کوی، نو د ځنګل وهنې مخنیوی ته دې هم جدی پام وکړی. هغه څه چې دې برخه کې د پوهانو په باور پای کې به یې کونړ سپېره، د سېلابونو ګواښ ډېرېدو سربېره سل نور زیانونه واړوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.