معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې تر پنځوس سلنې زیاتې نجونې زده کړې په نیمایي کې پرېږدي

د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې تر پنځوس سلنې زیاتې نجونې زده کړې په نیمایي کې پرېږدي

د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې تر پنځوس سلنې زیاتې نجونې زده کړې په نیمایي کې پرېږدي

راپور: ضياءالرحمن حبیب سپین غر

د کونړ ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د بېلابېلو لاملونو او خنډونو په وجه ښځینه زده کوونکې خپلې زده کړې په نیمایي کې پرېږدي او نشي کولای خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د ګهیځ موندنې ښکاروي چې د یاد ولایت په دانګام او چپه دره کې د نجونو هېڅ یوه لیسه د دولسم فارغینې نه لري.
د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول کونړ کې ۵۱۱ دولتي او خصوصي ښوونځي او ديني مرکزونه فعال دي چې ۳۴ يې په مرکز اسعد آباد کې دي او په دې ښوونځيو کې ۱۸۴۰۰۰ هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي، چې ۶۱۰۰۰ يې نجونې او ۱۲۳۰۰۰ يې هلکان دي.
دکونړ د پوهنې رئیس په وینا څرنګه چې کونړ د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله نسبي امن دی، نو همدا لامل دی چې تر دې مهاله په کونړ کې تړلي ښوونځي نشته او آن د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم ښوونځي فعال دي.
د کونړ د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد هم مني چې د کونړ له ځینو ښځینه لېسو څخه د دولسم ټولګي فارغینې نشته او لامل یې داسې په ګوته کوي: “يوه ستونزه چې موږ لرو هغه دا چې هلته د ښځينه استاذانو کمښت دی او همدا لامل دی چې په لرې پرتو سيمو لکه په دانګام او چپه دره ولسواليو کې د مسلکي او ښځينه ښوونکو د نه شتون له امله موږ تر دې مهاله د دولسم ټولګي ښځينه فارغينې نه لرو.”
بل خوا داسې راپورونه هم شته چې نه یوازې هلته نجونې د ښوونځي په دوره کې خپلې زده کړې په نيمه کې پرېږدي، بلکې ډېری داسې نجونه هم شته چې د کانکور په آزموینه کې ښو پوهنځیو ته بریالۍ شوې وي خو د بېلابېلو لاملونو له امله زړه نه ښه کوي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د پوهنې رئیس ښاغلی همدرد وایي دوی هڅه کوي چې د کلیوالي شوراګانو له لارې دې ستونزې ته حل ومومي:
” نجونه تر ډېره په کانکور کې برخه نه اخلي، خو که د کانکور آزموینه هم ورکړي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته هم بریالۍ شي اکثرا پوهنتونونوته نه ورځي او موږ د کليوالي شوراګانو په مټ دوی هڅوو ترڅو زده کړې بشپړې کړي.”
د کونړ د پوهنې رئیس زیاتوي چې په کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ترانسپورټ او ليلې په برخه کې ښځینه محصلانو ته ډېرې آسانتياوې برابرې کړې دي؛ څو کاله وړاندې په ياد پوهنتون کې بېخي ښځينه محصلېنې نه وې خو اوس هلته د ښځینه محصلینو شمېره زیاته شوې ده.
په نیمه کي د زده کړو د پرېښودو لاملونه:
دا چې نجونې ولې په نیمه کې زده کړې پرېږدي، په اړه یي ځايي مدني فعال او ژورناليست فضل واحد افکاري وایي:
“يوازې د ښځينه ښوونکو کمښت ستونزه نه ده، بلکې په لرو پرتو سيمو کې د ښوونځيو د لرې والي ستونزه هم ده، د دې ترڅنګ خلکو ته اسلام ناسم تشريح شوی، اسلام وايي چې زده کړه په نر او ښځه فرض ده، خو په دغه سيمو کې بس چې جينۍ پېغلوټې شوه، نور یي کورنۍ يې زده کړو ته نه پرېږدي.”

که څه هم د کونړ مرکز اسعد آباد یوه ښاري سیمه ده او باید دلته به د ولسوالیو په څېر د ښځینه تعلیم په وړاندې ستونزې نه وي، خو پدې ښاري سیمه کې هم زیات شمېر نجونې نشي کولای خپلې زده کړې بشپړې کړي، چې د کونړ د پوهنې رئیس ښاغلی همدرد یې لامل اقتصادي ستونزې، په کوچني عمر کې د نجونو ودول او ځینې ټولنیزې او کلتوري ستونزې یادوي.
د ښاغلي همدرد په وینا تازه یي داسې هڅې پیل کړې چې په اساس به یې نجونې وکولای شي د زده کړو په برخه کې پرمختګ وکړي: “موږ د شوراګانو له خوا عامه پوهاوی کوو،ترڅو خلک خپلې لوڼې تر واده وروسته هم زده کړو لپاره ښوونځيو ته وليږي، په اقتصادي برخه کې د لاسنيوي کوم ځانګړی او رسمي پروګرام نه لرو، خو ځينې خيريه بنسټونه او ادارې شته چې وخت ناوخت له موږ سره اړيکه نيسي او زموږ په واسطه له ځينو بې وزلو زده کوونکیو سره د قرطاسیې او لباسونو مرسته کوي،يا ځينې خصوصي ښوونځي شته چې د بې وزلو او يتيمو زده کوونکو سره د فيس په کمښت او يا وړيا کېدو کې مرسته کوي.”
که څه هم پدې اړه د هغو نجونو نظر اخیستل ګران دي چې زده کړې یې په نیمه پرې اېښې خو یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل خپل نوم واخلي، پدې اړه راته وویل:” اتلس کلنه وم چې کورنۍ مې واده کړم، د خاوند کورنۍ مې نه غوښتل زده کړو ته دوام ورکړم، زما له مور او پلار یي وغوښتل چې ښوونځی پرېږدم،که څه هم زما مور او پلار ډېره هڅه وکړه،خو هغوی په خپله خبره ډېر ټینګ وو، د دوی د ټېنګار سره سره ما تر واده پورې زده کړو ته دوام ورکړ، بالآخره په يوولسم ټولګي کې ومه چې واده شومه او زده کړو ارمان مې په نيمه کې پاتې شو.”
دغه مېرمن وایي :”مېړه مې هم ښه لوستی او تعليم يافته ځوان دی او وايي چې زما خوښه ده چې ته زده کړې وکړې خو کورنۍ چې مې خوښه نه ده ،نو زه هم بايد د هغوی په خبره ودرېږم.”
دغه مېرمن وایي که د نجونو زده کړې په نیمه کې پاتې کېدل همداسې دوام وکړي، ټولنه به د وخت په تېرېدو د مخکې تګ پرځای شاتګ وکړي او خلک په تېره مېرمنې به له ستونزو او کړاونو سره مخ وي او د اولاد په روزنه کې به له سترو ننګونو او مشکلاتو سره مخ وي.
د ښځینه وو د زده کړو په لار کې د ګڼو ننګونو ترڅنګ، شرم او عار موضوع بل هغه لامل دی چې کورنۍ نه پرېږدي چې نجونې يي زده کړې بشپړې کړي، د اسعد آباد ښار د دمکلي يو تن قومي مشر محمدعلي خان وايي:
” اسلام ښځې او نر ته حق ورکړی چې زده کړه وکړي،دا منو ،خو خبره دا ده چې زموږ ټولنه خوندي نه ده او ځينې لوفر او لوچک خلک ستونزې جوړوي او يو بل ته د پېغور له امله خلک په لوڼو زده کړې نيمايي کې پرېږدي.”
دغه قومي مشر په دې برخه کې عامه پوهاوی کمزوری بولي او زياتوي چې دولت بايد ښځینه وو د زده کړو لپاره مناسب چاپېريال برابر کړي. دده په وېنا دا ولس يوازې يوکوچني حرکت ته اړتيا لري، ترڅو دا ناوړه دودونه او سرحدونه مات شي.
په نیمایي کې د زده کړو پرېښودونکو نجونو شمېر:
که څه هم د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې د هغو نجونو شمېر چې زده کړې ترې په نیمه کې پاتي کېږي له پنځوس سلنې زیات دی خو په مرکز اسعد آباد کې هم زیات شمېر نجونې شته چې په بېلا بېلو ټولګیو کې ترې زده کړې پاتې کېږي.
د مرکز اسعد آباد اړوند د فاطمې د نجونو لېسې د مدېرې مهره نګاره ستارزۍ په وېنا چې یوازې د دوی په لېسه کې نږدې هر کال لس سلنه نجونې د بېلابېلو ستونزو له امله په بېلابېلو ټولګيو کې زده کړې په نيمه کې پرېږدي.
هغه وايي:”په فاطمې لېسه کې د زده کوونکو کلنی جذب تقریبا ۴۰۰ نجونې دي چې اوس مهال زموږ د ټولو زده کوونکو شمېر۳۱۵۰ تنه دی، چې په لومړني، متوسطه او لېسې برخه کې په زده کړو بوختې دي،خو تېر ۱۳۹۸ کال کې مو ۱۵۳ فارغينې لرلې، له بده مرغه هر کال نېږدې لس سلنه نجونې زده کړې په نيمه کې پرېږدي.”
څرنګه چې د زده کړو په منځ کې د نجونو ودول هم د دوی د زده کړو د نیمایي پاتې کېدو یو لامل دی، پوښتنه داده چې په دې اړه د لېسو مدیرانې او يا استاذانې څه همکاري کولای شي، په اړه يې آغلې ستارزۍ وايي:
“موږ له دغه ډول نجونو سره د حاضرۍ په برخه کې همکاري کوو ،خو د دغو کورنيو له مشرانو او پوه کسانو هيله کوو چې دغه ډول نجونو سره د زده کړو په برخه کې په کور کې مرسته وکړي، ترڅو د ښوونځي غېر حاضري يې جبران شي.”
په کونړ کې د ښځو چارو رئیسه آغلې سهیلا بابر پدې اړه داسې نظر لري:” دا د هرې کورنۍ د ذهنيت خبره ده ، داسې کورنۍ شته چې د خپل اولاد زده کړې لپاره هرڅه کوي،هر ډول ستونزه او سخته زغمي او د هېڅ دود او فرهنګ پرواه نه لري خو ځينې کورنۍ بیا داسې دي چې قومي دود او دستور پرې غالب دی،نو د نجونو د زده کړو مخه نيسي او يا يې په نيمه کې پرې پرېږدي. موږ په دې برخه کې تر يوه حده پدې برخه کې له بېلابېلو لارو عامه پوهاوی کړی دی.”
د هغې په وېنا که دا ستونزه همداسې دوام وکړي نو په ټولنه به يې منفي اغېز زیات وي، ځکه ښځې د ټولنې نيمه برخه جوړوي، که ښځه زده کړې ونه کړي نو موږ به ښه تکړه ډاکتره، ښوونکې، پولیسه او نور ونه لرو.
د کونړ د ښځو چارو رئیسه پدې نظر ده چې بايد نجلۍ په خپل کور کې مور، پلار او نورو ته قناعت ورکړي او هغوی دې په دې پوه کړي چې زده کړه د دوی مسلم حق دی او بايد لاره چاره ورته برابره کړي.
ددې تر څنګ دیني علماء هم د نجونو پر زده کړه ټېنګار کوي او پدې نظر دي چې د متخصوصو مېرمنو شتون په یوه ټولنه کې ضروري اړتیا ده.
د اسعد آباد د بلال مسجد ملا امام مولوي اولیاء پدې اړه وایي: “اسلام ښځې او نارینه دواړو ته د زده کړې حق ورکړی دی او دا کار بايد په پرده او د اسلام له خوا په ښودل شویو شرایطو باید ترسره شي.
دغه دیني عالم زیاتوي: “که چېرې ښځینه زده کړې ونه کړي نو په ټولنه کې به ډاکټره هم نه وي، او هغه مسايل چې په ښځینه وو پورې اړه لري د حل په برخه کې به یي ستونزه ډېرې وي ،ځکه چې ښځینه نشي کولای خپله هره ستونزه نارينه ته ووایي.”

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس