د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې تر پنځوس سلنې زیاتې نجونې زده کړې په نیمایی کې پرېږدی
راپور: ضیاءالرحمن حبیب سپین غر
د کونړ ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د بېلابېلو لاملونو او خنډونو په وجه ښځینه زده کوونکې خپلې زده کړې په نیمایی کې پرېږدی او نشی کولای خپلې زده کړې بشپړې کړی.
د ګهیځ موندنې ښکاروی چې د یاد ولایت په دانګام او چپه دره کې د نجونو هېڅ یوه لیسه د دولسم فارغینې نه لری.
د کونړ ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول کونړ کې ۵۱۱ دولتی او خصوصی ښوونځی او دینی مرکزونه فعال دی چې ۳۴ یې په مرکز اسعد آباد کې دی او په دې ښوونځیو کې ۱۸۴۰۰۰ هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دی، چې ۶۱۰۰۰ یې نجونې او ۱۲۳۰۰۰ یې هلکان دی.
دکونړ د پوهنې رئیس په وینا څرنګه چې کونړ د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله نسبی امن دی، نو همدا لامل دی چې تر دې مهاله په کونړ کې تړلی ښوونځی نشته او آن د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم ښوونځی فعال دی.
د کونړ د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد هم منی چې د کونړ له ځینو ښځینه لېسو څخه د دولسم ټولګی فارغینې نشته او لامل یې داسې په ګوته کوی: “یوه ستونزه چې موږ لرو هغه دا چې هلته د ښځینه استاذانو کمښت دی او همدا لامل دی چې په لرې پرتو سیمو لکه په دانګام او چپه دره ولسوالیو کې د مسلکی او ښځینه ښوونکو د نه شتون له امله موږ تر دې مهاله د دولسم ټولګی ښځینه فارغینې نه لرو.”
بل خوا داسې راپورونه هم شته چې نه یوازې هلته نجونې د ښوونځی په دوره کې خپلې زده کړې په نیمه کې پرېږدی، بلکې ډېری داسې نجونه هم شته چې د کانکور په آزموینه کې ښو پوهنځیو ته بریالۍ شوې وی خو د بېلابېلو لاملونو له امله زړه نه ښه کوی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی.
د پوهنې رئیس ښاغلی همدرد وایی دوی هڅه کوی چې د کلیوالی شوراګانو له لارې دې ستونزې ته حل ومومی:
” نجونه تر ډېره په کانکور کې برخه نه اخلی، خو که د کانکور آزموینه هم ورکړی او د خپلې خوښې پوهنځیو ته هم بریالۍ شی اکثرا پوهنتونونوته نه ورځی او موږ د کلیوالی شوراګانو په مټ دوی هڅوو ترڅو زده کړې بشپړې کړی.”
د کونړ د پوهنې رئیس زیاتوی چې په کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون د ترانسپورټ او لیلې په برخه کې ښځینه محصلانو ته ډېرې آسانتیاوې برابرې کړې دی؛ څو کاله وړاندې په یاد پوهنتون کې بېخی ښځینه محصلېنې نه وې خو اوس هلته د ښځینه محصلینو شمېره زیاته شوې ده.
په نیمه کی د زده کړو د پرېښودو لاملونه:
دا چې نجونې ولې په نیمه کې زده کړې پرېږدی، په اړه یی ځایی مدنی فعال او ژورنالیست فضل واحد افکاری وایی:
“یوازې د ښځینه ښوونکو کمښت ستونزه نه ده، بلکې په لرو پرتو سیمو کې د ښوونځیو د لرې والی ستونزه هم ده، د دې ترڅنګ خلکو ته اسلام ناسم تشریح شوی، اسلام وایی چې زده کړه په نر او ښځه فرض ده، خو په دغه سیمو کې بس چې جینۍ پېغلوټې شوه، نور یی کورنۍ یې زده کړو ته نه پرېږدی.”
که څه هم د کونړ مرکز اسعد آباد یوه ښاری سیمه ده او باید دلته به د ولسوالیو په څېر د ښځینه تعلیم په وړاندې ستونزې نه وی، خو پدې ښاری سیمه کې هم زیات شمېر نجونې نشی کولای خپلې زده کړې بشپړې کړی، چې د کونړ د پوهنې رئیس ښاغلی همدرد یې لامل اقتصادی ستونزې، په کوچنی عمر کې د نجونو ودول او ځینې ټولنیزې او کلتوری ستونزې یادوی.
د ښاغلی همدرد په وینا تازه یی داسې هڅې پیل کړې چې په اساس به یې نجونې وکولای شی د زده کړو په برخه کې پرمختګ وکړی: “موږ د شوراګانو له خوا عامه پوهاوی کوو،ترڅو خلک خپلې لوڼې تر واده وروسته هم زده کړو لپاره ښوونځیو ته ولیږی، په اقتصادی برخه کې د لاسنیوی کوم ځانګړی او رسمی پروګرام نه لرو، خو ځینې خیریه بنسټونه او ادارې شته چې وخت ناوخت له موږ سره اړیکه نیسی او زموږ په واسطه له ځینو بې وزلو زده کوونکیو سره د قرطاسیې او لباسونو مرسته کوی،یا ځینې خصوصی ښوونځی شته چې د بې وزلو او یتیمو زده کوونکو سره د فیس په کمښت او یا وړیا کېدو کې مرسته کوی.”
که څه هم پدې اړه د هغو نجونو نظر اخیستل ګران دی چې زده کړې یې په نیمه پرې اېښې خو یوې مېرمنې چې نه یې غوښتل خپل نوم واخلی، پدې اړه راته وویل:” اتلس کلنه وم چې کورنۍ مې واده کړم، د خاوند کورنۍ مې نه غوښتل زده کړو ته دوام ورکړم، زما له مور او پلار یی وغوښتل چې ښوونځی پرېږدم،که څه هم زما مور او پلار ډېره هڅه وکړه،خو هغوی په خپله خبره ډېر ټینګ وو، د دوی د ټېنګار سره سره ما تر واده پورې زده کړو ته دوام ورکړ، بالآخره په یوولسم ټولګی کې ومه چې واده شومه او زده کړو ارمان مې په نیمه کې پاتې شو.”
دغه مېرمن وایی :”مېړه مې هم ښه لوستی او تعلیم یافته ځوان دی او وایی چې زما خوښه ده چې ته زده کړې وکړې خو کورنۍ چې مې خوښه نه ده ،نو زه هم باید د هغوی په خبره ودرېږم.”
دغه مېرمن وایی که د نجونو زده کړې په نیمه کې پاتې کېدل همداسې دوام وکړی، ټولنه به د وخت په تېرېدو د مخکې تګ پرځای شاتګ وکړی او خلک په تېره مېرمنې به له ستونزو او کړاونو سره مخ وی او د اولاد په روزنه کې به له سترو ننګونو او مشکلاتو سره مخ وی.
د ښځینه وو د زده کړو په لار کې د ګڼو ننګونو ترڅنګ، شرم او عار موضوع بل هغه لامل دی چې کورنۍ نه پرېږدی چې نجونې یی زده کړې بشپړې کړی، د اسعد آباد ښار د دمکلی یو تن قومی مشر محمدعلی خان وایی:
” اسلام ښځې او نر ته حق ورکړی چې زده کړه وکړی،دا منو ،خو خبره دا ده چې زموږ ټولنه خوندی نه ده او ځینې لوفر او لوچک خلک ستونزې جوړوی او یو بل ته د پېغور له امله خلک په لوڼو زده کړې نیمایی کې پرېږدی.”
دغه قومی مشر په دې برخه کې عامه پوهاوی کمزوری بولی او زیاتوی چې دولت باید ښځینه وو د زده کړو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی. دده په وېنا دا ولس یوازې یوکوچنی حرکت ته اړتیا لری، ترڅو دا ناوړه دودونه او سرحدونه مات شی.
په نیمایی کې د زده کړو پرېښودونکو نجونو شمېر:
که څه هم د کونړ په لیرې پرتو سیمو کې د هغو نجونو شمېر چې زده کړې ترې په نیمه کې پاتی کېږی له پنځوس سلنې زیات دی خو په مرکز اسعد آباد کې هم زیات شمېر نجونې شته چې په بېلا بېلو ټولګیو کې ترې زده کړې پاتې کېږی.
د مرکز اسعد آباد اړوند د فاطمې د نجونو لېسې د مدېرې مهره نګاره ستارزۍ په وېنا چې یوازې د دوی په لېسه کې نږدې هر کال لس سلنه نجونې د بېلابېلو ستونزو له امله په بېلابېلو ټولګیو کې زده کړې په نیمه کې پرېږدی.
هغه وایی:”په فاطمې لېسه کې د زده کوونکو کلنی جذب تقریبا ۴۰۰ نجونې دی چې اوس مهال زموږ د ټولو زده کوونکو شمېر۳۱۵۰ تنه دی، چې په لومړنی، متوسطه او لېسې برخه کې په زده کړو بوختې دی،خو تېر ۱۳۹۸ کال کې مو ۱۵۳ فارغینې لرلې، له بده مرغه هر کال نېږدې لس سلنه نجونې زده کړې په نیمه کې پرېږدی.”
څرنګه چې د زده کړو په منځ کې د نجونو ودول هم د دوی د زده کړو د نیمایی پاتې کېدو یو لامل دی، پوښتنه داده چې په دې اړه د لېسو مدیرانې او یا استاذانې څه همکاری کولای شی، په اړه یې آغلې ستارزۍ وایی:
“موږ له دغه ډول نجونو سره د حاضرۍ په برخه کې همکاری کوو ،خو د دغو کورنیو له مشرانو او پوه کسانو هیله کوو چې دغه ډول نجونو سره د زده کړو په برخه کې په کور کې مرسته وکړی، ترڅو د ښوونځی غېر حاضری یې جبران شی.”
په کونړ کې د ښځو چارو رئیسه آغلې سهیلا بابر پدې اړه داسې نظر لری:” دا د هرې کورنۍ د ذهنیت خبره ده ، داسې کورنۍ شته چې د خپل اولاد زده کړې لپاره هرڅه کوی،هر ډول ستونزه او سخته زغمی او د هېڅ دود او فرهنګ پرواه نه لری خو ځینې کورنۍ بیا داسې دی چې قومی دود او دستور پرې غالب دی،نو د نجونو د زده کړو مخه نیسی او یا یې په نیمه کې پرې پرېږدی. موږ په دې برخه کې تر یوه حده پدې برخه کې له بېلابېلو لارو عامه پوهاوی کړی دی.”
د هغې په وېنا که دا ستونزه همداسې دوام وکړی نو په ټولنه به یې منفی اغېز زیات وی، ځکه ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوی، که ښځه زده کړې ونه کړی نو موږ به ښه تکړه ډاکتره، ښوونکې، پولیسه او نور ونه لرو.
د کونړ د ښځو چارو رئیسه پدې نظر ده چې باید نجلۍ په خپل کور کې مور، پلار او نورو ته قناعت ورکړی او هغوی دې په دې پوه کړی چې زده کړه د دوی مسلم حق دی او باید لاره چاره ورته برابره کړی.
ددې تر څنګ دینی علماء هم د نجونو پر زده کړه ټېنګار کوی او پدې نظر دی چې د متخصوصو مېرمنو شتون په یوه ټولنه کې ضروری اړتیا ده.
د اسعد آباد د بلال مسجد ملا امام مولوی اولیاء پدې اړه وایی: “اسلام ښځې او نارینه دواړو ته د زده کړې حق ورکړی دی او دا کار باید په پرده او د اسلام له خوا په ښودل شویو شرایطو باید ترسره شی.
دغه دینی عالم زیاتوی: “که چېرې ښځینه زده کړې ونه کړی نو په ټولنه کې به ډاکټره هم نه وی، او هغه مسایل چې په ښځینه وو پورې اړه لری د حل په برخه کې به یی ستونزه ډېرې وی ،ځکه چې ښځینه نشی کولای خپله هره ستونزه نارینه ته ووایی.”
گهیځ