کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ امنیې قومندانۍ ویلی، چې له تروریزم سره د مبارزی مدیریت منسوبینو د دغه ولایت بېلابېلو سیمو کې د کشفی اطلاع پر اساس دغه عملیات ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې یو شمېر حکومتی وسلې چې خلکو له ځان سره په ناقانونه توګه ساتلې وې، ترلاسه کړی دی.
ځایی مسوولینو ویلی، چې ترلاسه شوې وسلې او مهمات یې د لوړو مقاماتو د حکم پرساس راټولی کړی او هڅه به وکړی چې په دې برخه کې ټولې ناقانونه وسلی او مهمات له خلکو راټولې او خپل پولیس د سلاح او مهماتو له اړخه پر ځان بسیا کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ