د کډوالو عالی کمېشنرۍ ته له پاکستانه په جبر د افغانانو پر وېستلو شکایت شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان په پېښور کې ښار کې د افغان کډوالو ټولنې مشر بریالی میاخېل د پاکستان د لنډ مهالی حکومت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې ملګرو ملتونو کې د کډوالو عالی کمېشنرۍ ته شکایت کړی دی.
د راپور پر بنسټ، نوموړی ویلی چې په دې تړاو یې ملګرو ملتونو کې د کډوالو عالی کمېشنرۍ سره اندیښنه شریکه کړې او هغوی ورته په ځواب کې ویلی، چې د پاکستان سرپرست حکومت د دا ډول پرېکړې بشپړ واک نه لری.
یادې ادارې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو مسوولیت له دوی سره دی.
د پاکستان د لنډمهالی حکومت دغه پرېکړې په نړیواله کچه غبرګون راپارولی. ملګرو ملتونو، د بشری حقونو نړیوالې ادارې، د امریکا متحده ایالاتو او خپله پاکستان کې ګنو سیاسی ګوندونو او د بشری حقونو ډلو غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ستنول دې پاکستانی حکومت ودروی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.