د کډوالو وزیر د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ اسیایی مسوول سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ د آسیا پاسفیک سیمه‌ ییز دفتر مشر ایندریکا راتوتی د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره لیدنه ترسره کړې ده.
د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو او د داخلی بې‌ځایه شویو پر ستونزو خبرې شوی او دوی ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه سلا مشورې ترسره شوی دی.
د دغه دفتر مشر ویلی، چې په نږدې راتلونکی کې به پاکستان ته سفر وکړی او د دې هېواد له چارواکو سره به د کډوالو د اسنادو په تمدید او بې اسنادو کډوالو ته د اسنادو په ورکولو خبرې وکړی.
دې وروستیو کې پاکستانی حکومت له لوری یو وار بیا د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ چټکه شوې ده، چې په ترڅ کې یې سلګونه افغانان نیول شوی او ځورول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.