کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې له څلورو خصوصی موسسو سره یې د ۳۴۲ زره امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړی دی.
د خبر پر بنسټ، د دې تړونونو له مخې به دغه اندازه پیسې د نغدی او غیر نغدی مرستو په توګه د اړمنو کورنیو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو او په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، کندوز، او بغلان ولایتونو کې د سوداګرۍ د ودې په موخه لګول په مصرف ورسول شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ