معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ګردېز بالاحصار د بیارغونې چارې پېلیږي

د ګردېز بالاحصار د بیارغونې چارې پېلیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي، هڅې رواني دي چې د ځينو موسساتو په مرسته د ګردېز بالاحصار په ګډون د هېواد ټول تاریخي ځایونه او سیمې ورغوي.

نوموړي دغه څرګندونې په پکتیا ولایت کې د یوه سفر پرمهال کړې دي.

هغه زیاته کړې، د وزارت له بودیجې د ټول هېواد تاریخي سیمو او ابدو ته رسېدنه، نه شي کېدلی خو هڅه کوي څو د ځینو نړیوالو بنسټونو او موسساتو پرمټ تاریخي ځایونه بیا ورغوي.

سرپرست وزیر دغه راز ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه تاریخي سیمې نوې ثبت شوې او زیات شمېر تاریخي آثار راټول او په موزیمونو کې خوندي شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر زیاتوي، چې په پکتیا کې به د تاریخي ځایونو د رغونې ترڅنګ تفریحي سیمو ته هم پام زیات کړي او په دې برخه کې به شته ستونزې ژر حل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس