د ګردېز بالاحصار د بیارغونې چارې پېلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلی، هڅې روانی دی چې د ځینو موسساتو په مرسته د ګردېز بالاحصار په ګډون د هېواد ټول تاریخی ځایونه او سیمې ورغوی.

نوموړی دغه څرګندونې په پکتیا ولایت کې د یوه سفر پرمهال کړې دی.

هغه زیاته کړې، د وزارت له بودیجې د ټول هېواد تاریخی سیمو او ابدو ته رسېدنه، نه شی کېدلی خو هڅه کوی څو د ځینو نړیوالو بنسټونو او موسساتو پرمټ تاریخی ځایونه بیا ورغوی.

سرپرست وزیر دغه راز ویلی، په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه تاریخی سیمې نوې ثبت شوې او زیات شمېر تاریخی آثار راټول او په موزیمونو کې خوندی شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر زیاتوی، چې په پکتیا کې به د تاریخی ځایونو د رغونې ترڅنګ تفریحی سیمو ته هم پام زیات کړی او په دې برخه کې به شته ستونزې ژر حل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.