په دې پار د جوړ شوي پروګرام په ترڅ کې د ستراتیژیکو او سیمه اییزو څېړنو مرکز مشر استاد نصیر احمد نویدی او د ګهیځ ټولنې مشر استاد سردارمحمد دیندارخیل ګډونوالو ته د دې هوکړه لیک پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د دواړو لوریو لپاره ګټور وګڼلو ترڅو په راتلونکي کې د تجربو په شریکولو سره لا ډېر هېواد او هېوادوالو ته د چوپړ جوګه وګرځي.