معماری
خانه / ادب و هنر / د ګهیځ ملګری: شهید مولوي عبد الرب احدي وردګ

د ګهیځ ملګری: شهید مولوي عبد الرب احدي وردګ

استاد محمد زمان مزمل

په ایمان پوره او پلار تر پلاره مجاهد:

شهید مولوي عبدالرب احدي وردګ یوې داسې کړېدلې کورنۍ پورې تړاو لري چې له ده مخکې د هغه پلرونو د نظامو د غلطو او د پردیو پروګرامونو پر ضد کرښه ښکلې او په خپل وخت يې د ظلم او ظالم مقابله کړې ده.

هغه مهال چې د امان الله خان مشاور ټیم په خپل سر د افغانستان د غربي کولو یو طرفه لوبه پیل کړه، هغه مهال د شیهد مولوي احدي پلار او تره چې عالمان وو او د وردګو د ولایت د نورو نامتو علماوو تر څنګ هغه دریځ ونیوه چې پای د مولوي عبدالرب احدي وردګ پلار مولوي عبد الاحد اخوند او تره یې ملا شعبان اخوند دواړه په شهادت ورسېدل او درېیم تره (سکندر) یې له تبعید وروسته په شمال کي د ابراهیم بېګ د مجاهدینو سره ملګری شو او بیا په یوه مرحله کې آمو سیند نه د پورې وتلو پر مهال په اوبو کې ډوب او مړ شو.

افغانستان همدغسې یو تاریخ لري چې کله کله پکې د آزادۍ او دیني ارزښتنو د ساتنې لپاره دوه او آن څو نسلونه پرلپسې قربانۍ ورکوي.

شوروي اتحاد په دې هېواد کې هغه مهال د خپلې خوښې د تحول او بدلون لپاره وخت مناسب وګاڼه چې زمونږ ملت نژدې یوه پېړۍ له پرنګي استعمار سره مرحله په مرحله سر په تیږه جنګولی ؤ.

شورویانو فکر کاوه چې د پرنګي استعمار سره د افغانانو د مسلسلو جګړو پای د یوې ناهیلې اوضاع راتګ نور افغانان بې وسه کړي او کیدای شي د بل مقاومت له فکر او توان څخه یې لرې ساتلي وي، ولې کله چې سور پوځ په افغانستان کې د ځمکنیو حقایقو سره مخ شو، بیايې ایله دا ملت وپېژانده ولې ډېره ناوخته وه.

او نن هم امریکا همغه شان د یوې تکراري تجربې پر پای فکر کړی ؤ چې افغانان د شوروي له جګړې نه پوره ستړي دي، نو له امریکا سره به په داسې یو ناهیلې وخت کې څه ډغره ووهي، او په همدې هیله یې د سپټامبر د ۱۱ مې په پلمه په کابل هجوم راوړ، ولې تېرو شلو کلونو دا په ډاګه کړه چې افغانان په خپله آزادۍ او ديني ارزښتونو سودا نه کوي، که د عصري علومو تعلیم یافته معامله وکړي، د دیني علومو زده کوونکي معامله نه کوي او که د دیني زده کړي عالمان معامله وکړي، د هېواد طبیعي او کلیوالي پرګنې پر دین او وطن معامله نه کوي.

شهید مولوي عبدالرب احدي په داسې شرایطو کې د ابوحنیفه -رحمة الله علیه- په مدرسه کې استاد ؤ چې هغه مرحله په افغانستان کې د یوه فکري اخ او ډب پر درشل ولاړه وه، د همدې ځایه هغه کسان چې په اسلامي نهضت کې د فکري او جهادي یون په پړاوونو کې د فعال کردار کسان وو، د هغو اکثره د مولوي احدي شهید شاګردان وو.

استاد عبد الرحیم نیازی، مولوي حبیب الرحمن[۱]، استاد غلام رباني عطیش، استاد عبد القادر توانا او داسې ډېر زیات کسان د مولوي بابا نېغ په نېغه شاګردان وو، چې د نهضت په لومړۍ مرحله کې په شهادت ورسېدل.

همدارنګه هغه کسان چې د جهاد په دوران کې ښه وځلیدل، د هغو اکثریت هم د مولوي شهید د لاس نیالګي وو، هغه کسان چې په وروستي پړاو کې له مولوي بابا سره په مخامخ رابطه کې وو، د هغو ډېر يې په وروستۍ مرحله کې (د کمونستانو د کودتا په لومړیو کې) یا بندیان او شهیدان شول او یا هم پاکستان ته مهاجر شول او هلته په مختلفو جهادي ډلو کې داسې تقسیم شول چې هر یو یې په خپل تنظیم کې د ښه کردار خاوند ؤ.

جناب مولوي عبدالرب احدي که له یوې خوا د ډېرې کړېدلې کورنۍ غړی ؤ، چې د تېرو نظامونو په دوران کې یې هم ډېرې صدمې لیدلې وې او هغه مهال چې د ظاهر شاه په ډېموکراسۍ کې د شورا لپاره په انتخاباتو کې پر والي محمد عمر د هغه رايې زیاتې هم وې ولې پر هغه داسې زیاتی وشو چې کېدای شي د عمر تر پایه یې ځورولی وي.

وروسته چې اوضاع نوره هم کړکېچنه شوه او د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې چې پرچمیانو د انتقام زمینه پیدا کړه، نو مولوي بابا يې له خپل طبیعي ماحول (ابو حنیفې) نه لرې او د سروبي ولسوالۍ ته یې په یوه لېسه کې د معلم په توګه وګوماره چې وروسته بیا دکابل د شاه دوشمشېره لېسې ته را تبدیل شو، او دا د هغه د عمر وروستۍ شېبې وې او کېدای شي د ابوحنیفې د مدرسې له استادۍ نه په لرې کیدو ډېر ځورېدلی وي.

کله چې د «تره کي» کودتا پر ملت باندې د سور استبداد ټوکرۍ نسکوره کړه، نو مولوي بابا د کودتا په درېیمه ورځ زندان ته وغورځول شو، چې بیا تر آخره خپل کور او کلي ته را ستون نه شو.

هغه وخت مولوي عبدالرب احدي د عمر په وروستي پړاو کې ؤ، نو د کودتا په درېیمه ورځ د هغه زندان ته تګ دا روښانه کوي چې د الله د دین او د هېواد دښمنان له مولوي بابا څومره په وېره کې وو، او د هغه ژوند د نظام پر اعصابو څومره بار ؤ؟.

مولوي عبدالرب احدي له هغې ورځې چې له اسلامي نهضت سره ملګری شو او بیا تر هغه وخته چې زندان ته ولوېده، هومره د دې ملت د راتلونکي په اړه نا آرامه ؤ چې انسان یې تصور هم نه شي کولای، او بیا چې په هغه باندې په زندان کې څه تېر شول، دا نو هغه کیسه ده چې راز یې الله او هغو کسانو ته معلوم دي چې د دې ملت په لکونو کسان یې شهیدان کړل. او د ذلت ټول بار به د هغو جاسوسانو او وطن پلرونکو پر اوږو بار وي چې د خپل وطن دیني عالمان او نور وګړي یې د هغه شوروي لپاره قربان کړل چې په پای کې د دوی په درد هم ونه خوړل شوه، او نن هماغه کسان د نویو بادارانو لپاره هماغه لوبه ګرمه ساتي.

 

په ایمان پوره مجاهد:

په اسلامي نهضت کې د ديني علماوو کردار ډېر مؤثر ؤ، په تېره د ملت او عامو پرګنو پر وړاندې ځکه چې د نهضت هغه غړي (چې اکثریت هم هغوی وو) چې د عصري علومو پر زده کړه بوخت وو او د ظاهري شکل له پلوه له خپلو مخالفینو سره بې توپیره وو، نو دا د ډېرو لپاره یوه نوې خبره وه چې یو بې ږیرې دریشي کړی دې د اسلام او وطن پالنې لور ته بلنه کوي، ملت ته ملا د دین سمبول ؤ او داسې دیني عالمان ډېر لږ او د ګوتو په شمار وو چې د وخت پر حساسیت، د نظامونو په بې دینۍ او د اسلامي نهضت په اهمیت پوهېدل.

ولې د دغو کمو په سر کې یو هم مولوي عبدالرب احدي شهید ؤ، دا چې هغه تر هر چا ښه، وړاندې او په ډېره ایماندارۍ او ټینګ د نهضت تر څنګ ودرېد، کېدای شي یو عامل دا هم وي چې هغه په کابل کې، چې د سیاسي لوبو مرکز هم ؤ، پاتې شوی ؤ، بل دا چې هغه استاد ؤ او د هېواد ټول سیاسي جریانات او ناخوالې یې د سر او عقل پر سترګو لیدل، بل دا چې د هغه کورنۍ تېر د مبارزو تاریخ درلود، نو له همدې ځایه هغه په پیل کې د ځوانو نهضتیانو په کاروان کې ملګری شو، او ښه ملګری شو.

هغه علماء چې د اسلامي نهضت د ټوکیدو پر ضرورت پوهېدل او د تحریک پر ځوانانو یې له زړه نه روا داري لرله؛ لکه: د یکه توت مولوي صاحب فضل حق، مولوي صاحب خالص بابا، خان مولوي، مولوي صاحب عبدالقدوس، د څرخ مولوي صاحب، مولوي تره خېل، مولوي صاحب ملنګ د پغمان، مولوي صاحب باغ عالم، مولوي صاحب چیکل، لوی څارنوال شهید هدایت صاحب.

که څه هم پورته او څه نور چې د قلم له نوکې پاتې دي (ولې الله ته معلوم دي)، دا ټول د نهضت خواخوږي علما‌ء وو، ولې مولوي عبدالرب احدي او مولوي خالص پکې هغه ژوندي علما‌ء وو چې د وظیفې او ماحول له مخې یې د دعوت لپاره ښې زمینې درلودلې.

شهید مولوي احدي او مولوي خالص بابا د نهضت سره له خواخوږۍ پورته، هغوی د هغو دیني علماوو له ډلې څخه وو چې د دعوت او نهضت په اړه پوره جدي وو او له فطرته بې تفاوته نه وو، بلکې د وخت او اوضاع په حساسیت ښه پوهېدل.

شهید مولوي احدي هلته چې په ابوحنیفه مدرسه کې قوي او محترم استاد ؤ او د نهضت لپاره او په لاره يې ځوانان هڅول، هغه پر خپل ځای، خو د یو مؤثر دعوت او حرکت په موخه له شهید منهاج الدین ګهیځ سره او په ګهیځ جریده کې له نژدې همکارانو او ښو ملګرو ځنې ؤ، هغه په ګهیځ کې مقالې لیکلې او د هېوادوالو د فکري رغونې په لاره کې يې مهم رول لوباوه، چې د ګهيځ له شهادت نه وروسته یو مهال د ګهیځ جریدې مسؤول مدیر او چلونکی هم ؤ، تر هغه چې ګهیځ د وخت د حاکم نظام له لوري وتړل شوه.

شهید مولوي عبدالرب احدي وردګ یوازینی وردګ نه ؤ چې له ګهیځ سره یې همکاري لرله او د شهید ګهیځ د ټیم ملګری ؤ، بلکې شهید عبدالسلیم فرقاني او شهید عارف پیماني چې دواړه د ګهیځ جریدې له فعاله لیکوالانو څخه وو، په ولایت کې هم له شهید مولوي عبدالرب احدي سره شریک وو چې کېدای شي ددغو دواړو وروستنیو رابطه هم له ګهیځ سره مولوي احدي جوړه کړي وي.

شهید مولوي عبدالرب احدي د بلا ښو ځانګړتیاو تر څنګ د هغو با وقاره او پر ځان باوري مبارزینو څخه ؤ چې فطرتاً یې ځان او خپل صف پر مخالفینو لوړ ګاڼه او د اوچتې حوصلې، روحیې او مورال خاوند ؤ، هغه مهال چې شهید مولوي احدي صاحب په وردګو کې د والي محمد عمر په مقابل کې په انتخاباتو کې ودرېد، هغه ته اصلاً د والي محمد عمر د کورنۍ او په دولت کې د هغه نفوذ ټول بې معنا ؤ، له همدې ځایه په انتخاباتي کمپاین کې په خورا جرأت ودرېد او په زغرده يې د وخت له والي سره ډغره ووهله.

 

یو ژوندی مربي:

یو د هغو علماوو نه چې د نهضت د مشرانو په تربیه کې یې پوره ونډه درلودله او د نهضت مشرانو ورته له زړه نه درناوی کاوه، هغه شهید مولوي عبدالرب احدي ؤ، د خدای بښلي نیازي په جنازه کې مولوي احدي وردګ وویل: «خدای بښلي نیازي ما ته په مدرسه کې د استاد پر ځای د پیر خطاب کاوه، ولې نن زه د هغه له مړینې وروسته ټولو ملګرو ته اعلانوم چې نیازی مرحوم زما پیر ؤ او دی.»

مولوي صاحب زیاته کړه: «ما په کراتو لیدل چې په خالي ساعتونو او د تفریح پر مهال به مرحوم نیازی د مدرسې د باغ وروستۍ برخې ته ولاړ او هلته به یې خپل پروردګار ته سجدې لګولې او دوه رکعته نفل به یې کول.»

شهید مولوي عبدالرب احدي د نهضت په پیل کې د نهضت په فعالیتونو کې په داسې جذبه شرکت کولو؛ لکه چې دی په دې ټول نهضتي کار کې اصلي خوا او طرف وي او دا نور ټول د هغه سره همکاران، که څه هم د نهضت په پیل او ادامه کې د میدان وردګو ولایت ونډه او برخه تر ډېرو پورته او مؤثره وه، خو د نهضتي غړیو په سلسله کې هغه مهال د مولوي بابا خپل ځای ؤ.

د وردګو ولایت نهضت ته ښه ژوندي علماء ورکړي وو چې په هغوی کې مولوي امین الله حلیم، عبدالسلیم فرقاني صاحب، سخیداد فائز صاحب، مولوي مؤذن صاحب، د یوسف خېلو اخوند زاده، مولوي نصیر اخوند زاده صاحب، مولوي صاحب عبد الرباني، مولوي صاحب عبدالباقي او داسې نور، ولې په دې ټولو کې د اسلام او هېواد دښمنانو د خپل قدرت پر مهال شهید احدي او شهید فرقاني صاحب په هماغه لومړیو ورځو کې په نښه کړل او هغه زندان ته یې واستول چې بیا یو هم ترېنه بېرته ژوندی را ستون نه شو.

دا چې د وردګو ولایت له روسانو سره په جهادي دوره کې او نن د امریکا پر وړاندې په روان جهاد کې د نهضت او جهاد کوربه دی او په دې لاره کې د ډېرو نورو ولایاتو پر نسبت مؤثر کردار تر سره کوي، دا د هماغو نهضتي علماوو د کار او زیار او قربانیو نتیجه ده.

داچې په میدان وردګو ولایت کې د جهاد پر مهال خپلمنځي شخړې په نشت برابر وې او هلته جهادي دوران نه بې شمېره مدرسې، روغتونونه او مکتبونه په میراث پاتې دي دا د همدغو علماوو د تربیې او مؤثر کار نتیجه ده.

 

یو با جرأته ملا:

سره له دې چې د سردار محمد داود خان د جمهوریت پر مهال شرایط ډېر سخت شول او د نهضت په اړه په ډېرو کې د جذبې کمبود لیدل کېده، ولې شهید مولوي احدي د هغو کسانو له ډلې ځنې ؤ چې په دې اړه یې خپله ولاء او جذبه دواړه پر ځای ساتلي وو، د همدې ځایه د ثور د اوومې(۱۳۵۷هـ ش) د بدنامې کودتا په پیل کې د نظام جاسوسانو هغه شهید، زندان ته وغورځاوه.

وردګ مولوي بابا د نظام او اوضاع په اړه د قوي تشخیص او درک تر څنګ د قوي ارادې او جرأت خاوند هم ؤ، دا چې شهید ګهیځ په ډېره بې رحمۍ او بزدلانه ډول په شهادت ورسول شو، ولې بیا هم شهید احدي په ډېره جذبه او مینه حاضر شو چې داسې سترې جریدې او اسلامي ممبر مسؤولیت او چلول په خپل لاس کې واخلي، دا کار هغه مهال دومره ساده او آسانه هم نه ؤ او د سرونو قرباني یې غوښتله.

د افغانستان خلک او پرګنې بلا عیبونه لري، ولې یو څه چې د معاصر تاریخ په لړ کې دې ملت په سر لوړۍ ثابته کړه، هغه دا چې دلته د اسلامي نهضت او جهاد په دواړو برخو کې با ایمانه پرګنو د خپلو شهیدانو ځایونه تش پرې نه ښودل، له همدې ځایه په جهاد کې روان تسلسل خپله د لوی الله یوه لویه پېرزوینه ده او د دې ژوندي ملت یوه تر ټولو بېلونکې ځانګړتیا ده.

شهید احدي د ابوحنیفه -رحمه الله- د مدرسې د ځوانانو په تربیه او هڅولو کې تر ټولو زیات مؤثر او فعال استاد ؤ، دا چې په افغانستان کې د رسمي دیني مدارسو د جهاد په دوران کې نهضت او جهاد ته بې شمېره ژوندي او روښانه ځوانان ورکړل، دا د هماغو بابرکته استادانو د کار او زیار نتیجه وه.

یوازې دا نه چې د دینی مدارسو شاګردانو په جهاد او نهضت کې پوره برخه لرله، بلکې د نهضت او جهاد په قیادي او مخکښو دندو کې یې هم همغومره ژوندی رول درلود چې دا مسأله په خپله د یو ځانګړي کتاب لیکلو ته اړتیا لري، ترڅو راتلونکو نسلونو ته دا په ډاګه شي چې د وطن د آزادۍ او استقلال په لاره کې د دیني علماوو څومره رول او ونډه وه.

 

یو ژوندی قلموال ملا:

د ګهیځ جریدې ولې ډېر لوستونکي لرل، ځکه چې ګهیځ د مقالو، لیکنو، تبصرو او محتوی له اړخه ژوندۍ وه او اصلی خبره پکې د مولوي احدي په څېر د یو با ایمانه ټیم مصروفیت او ښندنې وې.

هغه مهال مولوي فضل الهادي په نجم المدارس کې او مولوي   عبدالرب په ابو حنیفه کې او مولوي میا جان مرحوم په دارالعلوم کې د هغو مبارزو علماوو څخه وو چې د فساد او فکري اخ او ډب په مهم پړاو کې یې خپل شاګردان د قلم او ژبې له لارې فکري اصلاح، د ظلم پر وړاندې او درېدلو او له اسلامي نهضت سره ملګرتیا ته هڅول.

مولوي صاحب میاجان مرحوم د هغو ژورو او په حساسیتونو پوه علماوو څخه ؤ چې د توندې او شعاري مبارزې بد عواقب به یې په ګوته کول او تر هرڅه د دې پلوی ؤ چې اسلامي تحریک باید په یو ژور او سم مسیر کې خپله مبارزه پر مخ بوزي، چې وروسته مولوي فضل الهادي شینواري او صبغت الله مجددي په ناڅاپي ډول خپلې پیل کړې اصلي لارې له ملګرو نه جلا کړې.

تجربې په ډاګه کړه چې له هغو نه چې ستر استاد مولوي میاجان د نهضت د ځینو پالیسیو او اشخاصو د کرکټر په اړه تشویش درلود، له همغو نهضت بې شمېره صدمې ولیدلې چې د ډېرو ژبې یې د هغو کمونیستانو پر وړاندې هم ګونګې کړې چې د هېواد د تباهۍ او د وینو تویولو اصلي عاملین دي.

شهید مولوي احدي په خپل ځیږ او رسا طبیعت او جدي فطرت له مسلمانو ځوانانو سره تر هرچا ډېر ژر ملګری شو او تر پایه ډېر ښه وځلید او ښه وچلید، زمونږ دغه مخکښ استادان که څه هم د دیني علومو استادان وو، ولې هغوی د وخت او سیاست په ډېرو هغو رموزو باندې ډېر ښه پوهېدل او سر یې پرې خلاص ؤ چې د وخت آګاه مسلمان ته پکې د مبارزو او طرحو په لړ کې جامعیت او مقبولیت ورکوي.

له همدې ځایه که استاد غلام محمد نیازی، عبدالرحیم نیازی، او مولوي حبیب الرحمن تر پایه ژوندي وای، هغه چې په اختلاف کې ډېر ترخه راغلل هغه به نه وو پېښ شوي.

د وردګو په ولایت کې که هغه مرجع علما‌ء؛ لکه: د یوسف خېلو اخوند زاده صاحب، نصیر الدین اخوند زاده صاحب او نور ګڼ علماء له نهضت سره له پیله ملګري وو، خو له دې ټولو زیات سیاسي عالم مولوي عبد الرب احدي تر ټولو مخکې او زیات مؤثر د نهضت په پیل کې له نهضت سره ملګری شو او تر مرګه یې دغه ملګرتیا پرې نه ښودله.

الله دې ټولو ته بښنه وکړي

 

[۱]– شهید مولوي حبیب الرحمن په ۱۳۴۴ لمریز کال د ننګرهار له نجم المدارس مدرسې څخه فارغ او د کابل په ابو حنیفه مدرسه کې یې د استاد په توګه  دنده پیل کړه  او بیا له استادۍ وروسته په ۱۳۴۶ لمریز کال یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړې او  په ١٣٥٦ لمریز کال د داود نظام د نظامي محکمی (دیوان حرب) د پرېکړې له مخې  د سرطان په ۱۶ مه په شهادت ورسول شو. (په ننګرهار ولایت کې د اسلامي نهضت غړی مولوي نجم الدین ستوری )

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس