استاد محمد زمان مزمل
په ایمان پوره او پلار تر پلاره مجاهد:
شهید مولوی عبدالرب احدی وردګ یوې داسې کړېدلې کورنۍ پورې تړاو لری چې له ده مخکې د هغه پلرونو د نظامو د غلطو او د پردیو پروګرامونو پر ضد کرښه ښکلې او په خپل وخت یې د ظلم او ظالم مقابله کړې ده.
هغه مهال چې د امان الله خان مشاور ټیم په خپل سر د افغانستان د غربی کولو یو طرفه لوبه پیل کړه، هغه مهال د شیهد مولوی احدی پلار او تره چې عالمان وو او د وردګو د ولایت د نورو نامتو علماوو تر څنګ هغه دریځ ونیوه چې پای د مولوی عبدالرب احدی وردګ پلار مولوی عبد الاحد اخوند او تره یې ملا شعبان اخوند دواړه په شهادت ورسېدل او درېیم تره (سکندر) یې له تبعید وروسته په شمال کی د ابراهیم بېګ د مجاهدینو سره ملګری شو او بیا په یوه مرحله کې آمو سیند نه د پورې وتلو پر مهال په اوبو کې ډوب او مړ شو.
افغانستان همدغسې یو تاریخ لری چې کله کله پکې د آزادۍ او دینی ارزښتنو د ساتنې لپاره دوه او آن څو نسلونه پرلپسې قربانۍ ورکوی.
شوروی اتحاد په دې هېواد کې هغه مهال د خپلې خوښې د تحول او بدلون لپاره وخت مناسب وګاڼه چې زمونږ ملت نژدې یوه پېړۍ له پرنګی استعمار سره مرحله په مرحله سر په تیږه جنګولی ؤ.
شورویانو فکر کاوه چې د پرنګی استعمار سره د افغانانو د مسلسلو جګړو پای د یوې ناهیلې اوضاع راتګ نور افغانان بې وسه کړی او کیدای شی د بل مقاومت له فکر او توان څخه یې لرې ساتلی وی، ولې کله چې سور پوځ په افغانستان کې د ځمکنیو حقایقو سره مخ شو، بیایې ایله دا ملت وپېژانده ولې ډېره ناوخته وه.
او نن هم امریکا همغه شان د یوې تکراری تجربې پر پای فکر کړی ؤ چې افغانان د شوروی له جګړې نه پوره ستړی دی، نو له امریکا سره به په داسې یو ناهیلې وخت کې څه ډغره ووهی، او په همدې هیله یې د سپټامبر د ۱۱ مې په پلمه په کابل هجوم راوړ، ولې تېرو شلو کلونو دا په ډاګه کړه چې افغانان په خپله آزادۍ او دینی ارزښتونو سودا نه کوی، که د عصری علومو تعلیم یافته معامله وکړی، د دینی علومو زده کوونکی معامله نه کوی او که د دینی زده کړی عالمان معامله وکړی، د هېواد طبیعی او کلیوالی پرګنې پر دین او وطن معامله نه کوی.
شهید مولوی عبدالرب احدی په داسې شرایطو کې د ابوحنیفه -رحمه الله علیه- په مدرسه کې استاد ؤ چې هغه مرحله په افغانستان کې د یوه فکری اخ او ډب پر درشل ولاړه وه، د همدې ځایه هغه کسان چې په اسلامی نهضت کې د فکری او جهادی یون په پړاوونو کې د فعال کردار کسان وو، د هغو اکثره د مولوی احدی شهید شاګردان وو.
استاد عبد الرحیم نیازی، مولوی حبیب الرحمن[1]، استاد غلام ربانی عطیش، استاد عبد القادر توانا او داسې ډېر زیات کسان د مولوی بابا نېغ په نېغه شاګردان وو، چې د نهضت په لومړۍ مرحله کې په شهادت ورسېدل.
همدارنګه هغه کسان چې د جهاد په دوران کې ښه وځلیدل، د هغو اکثریت هم د مولوی شهید د لاس نیالګی وو، هغه کسان چې په وروستی پړاو کې له مولوی بابا سره په مخامخ رابطه کې وو، د هغو ډېر یې په وروستۍ مرحله کې (د کمونستانو د کودتا په لومړیو کې) یا بندیان او شهیدان شول او یا هم پاکستان ته مهاجر شول او هلته په مختلفو جهادی ډلو کې داسې تقسیم شول چې هر یو یې په خپل تنظیم کې د ښه کردار خاوند ؤ.
جناب مولوی عبدالرب احدی که له یوې خوا د ډېرې کړېدلې کورنۍ غړی ؤ، چې د تېرو نظامونو په دوران کې یې هم ډېرې صدمې لیدلې وې او هغه مهال چې د ظاهر شاه په ډېموکراسۍ کې د شورا لپاره په انتخاباتو کې پر والی محمد عمر د هغه رایې زیاتې هم وې ولې پر هغه داسې زیاتی وشو چې کېدای شی د عمر تر پایه یې ځورولی وی.
وروسته چې اوضاع نوره هم کړکېچنه شوه او د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې چې پرچمیانو د انتقام زمینه پیدا کړه، نو مولوی بابا یې له خپل طبیعی ماحول (ابو حنیفې) نه لرې او د سروبی ولسوالۍ ته یې په یوه لېسه کې د معلم په توګه وګوماره چې وروسته بیا دکابل د شاه دوشمشېره لېسې ته را تبدیل شو، او دا د هغه د عمر وروستۍ شېبې وې او کېدای شی د ابوحنیفې د مدرسې له استادۍ نه په لرې کیدو ډېر ځورېدلی وی.
کله چې د «تره کی» کودتا پر ملت باندې د سور استبداد ټوکرۍ نسکوره کړه، نو مولوی بابا د کودتا په درېیمه ورځ زندان ته وغورځول شو، چې بیا تر آخره خپل کور او کلی ته را ستون نه شو.
هغه وخت مولوی عبدالرب احدی د عمر په وروستی پړاو کې ؤ، نو د کودتا په درېیمه ورځ د هغه زندان ته تګ دا روښانه کوی چې د الله د دین او د هېواد دښمنان له مولوی بابا څومره په وېره کې وو، او د هغه ژوند د نظام پر اعصابو څومره بار ؤ؟.
مولوی عبدالرب احدی له هغې ورځې چې له اسلامی نهضت سره ملګری شو او بیا تر هغه وخته چې زندان ته ولوېده، هومره د دې ملت د راتلونکی په اړه نا آرامه ؤ چې انسان یې تصور هم نه شی کولای، او بیا چې په هغه باندې په زندان کې څه تېر شول، دا نو هغه کیسه ده چې راز یې الله او هغو کسانو ته معلوم دی چې د دې ملت په لکونو کسان یې شهیدان کړل. او د ذلت ټول بار به د هغو جاسوسانو او وطن پلرونکو پر اوږو بار وی چې د خپل وطن دینی عالمان او نور وګړی یې د هغه شوروی لپاره قربان کړل چې په پای کې د دوی په درد هم ونه خوړل شوه، او نن هماغه کسان د نویو بادارانو لپاره هماغه لوبه ګرمه ساتی.
په ایمان پوره مجاهد:
په اسلامی نهضت کې د دینی علماوو کردار ډېر مؤثر ؤ، په تېره د ملت او عامو پرګنو پر وړاندې ځکه چې د نهضت هغه غړی (چې اکثریت هم هغوی وو) چې د عصری علومو پر زده کړه بوخت وو او د ظاهری شکل له پلوه له خپلو مخالفینو سره بې توپیره وو، نو دا د ډېرو لپاره یوه نوې خبره وه چې یو بې ږیرې دریشی کړی دې د اسلام او وطن پالنې لور ته بلنه کوی، ملت ته ملا د دین سمبول ؤ او داسې دینی عالمان ډېر لږ او د ګوتو په شمار وو چې د وخت پر حساسیت، د نظامونو په بې دینۍ او د اسلامی نهضت په اهمیت پوهېدل.
ولې د دغو کمو په سر کې یو هم مولوی عبدالرب احدی شهید ؤ، دا چې هغه تر هر چا ښه، وړاندې او په ډېره ایماندارۍ او ټینګ د نهضت تر څنګ ودرېد، کېدای شی یو عامل دا هم وی چې هغه په کابل کې، چې د سیاسی لوبو مرکز هم ؤ، پاتې شوی ؤ، بل دا چې هغه استاد ؤ او د هېواد ټول سیاسی جریانات او ناخوالې یې د سر او عقل پر سترګو لیدل، بل دا چې د هغه کورنۍ تېر د مبارزو تاریخ درلود، نو له همدې ځایه هغه په پیل کې د ځوانو نهضتیانو په کاروان کې ملګری شو، او ښه ملګری شو.
هغه علماء چې د اسلامی نهضت د ټوکیدو پر ضرورت پوهېدل او د تحریک پر ځوانانو یې له زړه نه روا داری لرله؛ لکه: د یکه توت مولوی صاحب فضل حق، مولوی صاحب خالص بابا، خان مولوی، مولوی صاحب عبدالقدوس، د څرخ مولوی صاحب، مولوی تره خېل، مولوی صاحب ملنګ د پغمان، مولوی صاحب باغ عالم، مولوی صاحب چیکل، لوی څارنوال شهید هدایت صاحب.
که څه هم پورته او څه نور چې د قلم له نوکې پاتې دی (ولې الله ته معلوم دی)، دا ټول د نهضت خواخوږی علماء وو، ولې مولوی عبدالرب احدی او مولوی خالص پکې هغه ژوندی علماء وو چې د وظیفې او ماحول له مخې یې د دعوت لپاره ښې زمینې درلودلې.
شهید مولوی احدی او مولوی خالص بابا د نهضت سره له خواخوږۍ پورته، هغوی د هغو دینی علماوو له ډلې څخه وو چې د دعوت او نهضت په اړه پوره جدی وو او له فطرته بې تفاوته نه وو، بلکې د وخت او اوضاع په حساسیت ښه پوهېدل.
شهید مولوی احدی هلته چې په ابوحنیفه مدرسه کې قوی او محترم استاد ؤ او د نهضت لپاره او په لاره یې ځوانان هڅول، هغه پر خپل ځای، خو د یو مؤثر دعوت او حرکت په موخه له شهید منهاج الدین ګهیځ سره او په ګهیځ جریده کې له نژدې همکارانو او ښو ملګرو ځنې ؤ، هغه په ګهیځ کې مقالې لیکلې او د هېوادوالو د فکری رغونې په لاره کې یې مهم رول لوباوه، چې د ګهیځ له شهادت نه وروسته یو مهال د ګهیځ جریدې مسؤول مدیر او چلونکی هم ؤ، تر هغه چې ګهیځ د وخت د حاکم نظام له لوری وتړل شوه.
شهید مولوی عبدالرب احدی وردګ یوازینی وردګ نه ؤ چې له ګهیځ سره یې همکاری لرله او د شهید ګهیځ د ټیم ملګری ؤ، بلکې شهید عبدالسلیم فرقانی او شهید عارف پیمانی چې دواړه د ګهیځ جریدې له فعاله لیکوالانو څخه وو، په ولایت کې هم له شهید مولوی عبدالرب احدی سره شریک وو چې کېدای شی ددغو دواړو وروستنیو رابطه هم له ګهیځ سره مولوی احدی جوړه کړی وی.
شهید مولوی عبدالرب احدی د بلا ښو ځانګړتیاو تر څنګ د هغو با وقاره او پر ځان باوری مبارزینو څخه ؤ چې فطرتاً یې ځان او خپل صف پر مخالفینو لوړ ګاڼه او د اوچتې حوصلې، روحیې او مورال خاوند ؤ، هغه مهال چې شهید مولوی احدی صاحب په وردګو کې د والی محمد عمر په مقابل کې په انتخاباتو کې ودرېد، هغه ته اصلاً د والی محمد عمر د کورنۍ او په دولت کې د هغه نفوذ ټول بې معنا ؤ، له همدې ځایه په انتخاباتی کمپاین کې په خورا جرأت ودرېد او په زغرده یې د وخت له والی سره ډغره ووهله.
یو ژوندی مربی:
یو د هغو علماوو نه چې د نهضت د مشرانو په تربیه کې یې پوره ونډه درلودله او د نهضت مشرانو ورته له زړه نه درناوی کاوه، هغه شهید مولوی عبدالرب احدی ؤ، د خدای بښلی نیازی په جنازه کې مولوی احدی وردګ وویل: «خدای بښلی نیازی ما ته په مدرسه کې د استاد پر ځای د پیر خطاب کاوه، ولې نن زه د هغه له مړینې وروسته ټولو ملګرو ته اعلانوم چې نیازی مرحوم زما پیر ؤ او دی.»
مولوی صاحب زیاته کړه: «ما په کراتو لیدل چې په خالی ساعتونو او د تفریح پر مهال به مرحوم نیازی د مدرسې د باغ وروستۍ برخې ته ولاړ او هلته به یې خپل پروردګار ته سجدې لګولې او دوه رکعته نفل به یې کول.»
شهید مولوی عبدالرب احدی د نهضت په پیل کې د نهضت په فعالیتونو کې په داسې جذبه شرکت کولو؛ لکه چې دی په دې ټول نهضتی کار کې اصلی خوا او طرف وی او دا نور ټول د هغه سره همکاران، که څه هم د نهضت په پیل او ادامه کې د میدان وردګو ولایت ونډه او برخه تر ډېرو پورته او مؤثره وه، خو د نهضتی غړیو په سلسله کې هغه مهال د مولوی بابا خپل ځای ؤ.
د وردګو ولایت نهضت ته ښه ژوندی علماء ورکړی وو چې په هغوی کې مولوی امین الله حلیم، عبدالسلیم فرقانی صاحب، سخیداد فائز صاحب، مولوی مؤذن صاحب، د یوسف خېلو اخوند زاده، مولوی نصیر اخوند زاده صاحب، مولوی صاحب عبد الربانی، مولوی صاحب عبدالباقی او داسې نور، ولې په دې ټولو کې د اسلام او هېواد دښمنانو د خپل قدرت پر مهال شهید احدی او شهید فرقانی صاحب په هماغه لومړیو ورځو کې په نښه کړل او هغه زندان ته یې واستول چې بیا یو هم ترېنه بېرته ژوندی را ستون نه شو.
دا چې د وردګو ولایت له روسانو سره په جهادی دوره کې او نن د امریکا پر وړاندې په روان جهاد کې د نهضت او جهاد کوربه دی او په دې لاره کې د ډېرو نورو ولایاتو پر نسبت مؤثر کردار تر سره کوی، دا د هماغو نهضتی علماوو د کار او زیار او قربانیو نتیجه ده.
داچې په میدان وردګو ولایت کې د جهاد پر مهال خپلمنځی شخړې په نشت برابر وې او هلته جهادی دوران نه بې شمېره مدرسې، روغتونونه او مکتبونه په میراث پاتې دی دا د همدغو علماوو د تربیې او مؤثر کار نتیجه ده.
یو با جرأته ملا:
سره له دې چې د سردار محمد داود خان د جمهوریت پر مهال شرایط ډېر سخت شول او د نهضت په اړه په ډېرو کې د جذبې کمبود لیدل کېده، ولې شهید مولوی احدی د هغو کسانو له ډلې ځنې ؤ چې په دې اړه یې خپله ولاء او جذبه دواړه پر ځای ساتلی وو، د همدې ځایه د ثور د اوومې(۱۳۵۷هـ ش) د بدنامې کودتا په پیل کې د نظام جاسوسانو هغه شهید، زندان ته وغورځاوه.
وردګ مولوی بابا د نظام او اوضاع په اړه د قوی تشخیص او درک تر څنګ د قوی ارادې او جرأت خاوند هم ؤ، دا چې شهید ګهیځ په ډېره بې رحمۍ او بزدلانه ډول په شهادت ورسول شو، ولې بیا هم شهید احدی په ډېره جذبه او مینه حاضر شو چې داسې سترې جریدې او اسلامی ممبر مسؤولیت او چلول په خپل لاس کې واخلی، دا کار هغه مهال دومره ساده او آسانه هم نه ؤ او د سرونو قربانی یې غوښتله.
د افغانستان خلک او پرګنې بلا عیبونه لری، ولې یو څه چې د معاصر تاریخ په لړ کې دې ملت په سر لوړۍ ثابته کړه، هغه دا چې دلته د اسلامی نهضت او جهاد په دواړو برخو کې با ایمانه پرګنو د خپلو شهیدانو ځایونه تش پرې نه ښودل، له همدې ځایه په جهاد کې روان تسلسل خپله د لوی الله یوه لویه پېرزوینه ده او د دې ژوندی ملت یوه تر ټولو بېلونکې ځانګړتیا ده.
شهید احدی د ابوحنیفه -رحمه الله- د مدرسې د ځوانانو په تربیه او هڅولو کې تر ټولو زیات مؤثر او فعال استاد ؤ، دا چې په افغانستان کې د رسمی دینی مدارسو د جهاد په دوران کې نهضت او جهاد ته بې شمېره ژوندی او روښانه ځوانان ورکړل، دا د هماغو بابرکته استادانو د کار او زیار نتیجه وه.
یوازې دا نه چې د دینی مدارسو شاګردانو په جهاد او نهضت کې پوره برخه لرله، بلکې د نهضت او جهاد په قیادی او مخکښو دندو کې یې هم همغومره ژوندی رول درلود چې دا مسأله په خپله د یو ځانګړی کتاب لیکلو ته اړتیا لری، ترڅو راتلونکو نسلونو ته دا په ډاګه شی چې د وطن د آزادۍ او استقلال په لاره کې د دینی علماوو څومره رول او ونډه وه.
یو ژوندی قلموال ملا:
د ګهیځ جریدې ولې ډېر لوستونکی لرل، ځکه چې ګهیځ د مقالو، لیکنو، تبصرو او محتوی له اړخه ژوندۍ وه او اصلی خبره پکې د مولوی احدی په څېر د یو با ایمانه ټیم مصروفیت او ښندنې وې.
هغه مهال مولوی فضل الهادی په نجم المدارس کې او مولوی عبدالرب په ابو حنیفه کې او مولوی میا جان مرحوم په دارالعلوم کې د هغو مبارزو علماوو څخه وو چې د فساد او فکری اخ او ډب په مهم پړاو کې یې خپل شاګردان د قلم او ژبې له لارې فکری اصلاح، د ظلم پر وړاندې او درېدلو او له اسلامی نهضت سره ملګرتیا ته هڅول.
مولوی صاحب میاجان مرحوم د هغو ژورو او په حساسیتونو پوه علماوو څخه ؤ چې د توندې او شعاری مبارزې بد عواقب به یې په ګوته کول او تر هرڅه د دې پلوی ؤ چې اسلامی تحریک باید په یو ژور او سم مسیر کې خپله مبارزه پر مخ بوزی، چې وروسته مولوی فضل الهادی شینواری او صبغت الله مجددی په ناڅاپی ډول خپلې پیل کړې اصلی لارې له ملګرو نه جلا کړې.
تجربې په ډاګه کړه چې له هغو نه چې ستر استاد مولوی میاجان د نهضت د ځینو پالیسیو او اشخاصو د کرکټر په اړه تشویش درلود، له همغو نهضت بې شمېره صدمې ولیدلې چې د ډېرو ژبې یې د هغو کمونیستانو پر وړاندې هم ګونګې کړې چې د هېواد د تباهۍ او د وینو تویولو اصلی عاملین دی.
شهید مولوی احدی په خپل ځیږ او رسا طبیعت او جدی فطرت له مسلمانو ځوانانو سره تر هرچا ډېر ژر ملګری شو او تر پایه ډېر ښه وځلید او ښه وچلید، زمونږ دغه مخکښ استادان که څه هم د دینی علومو استادان وو، ولې هغوی د وخت او سیاست په ډېرو هغو رموزو باندې ډېر ښه پوهېدل او سر یې پرې خلاص ؤ چې د وخت آګاه مسلمان ته پکې د مبارزو او طرحو په لړ کې جامعیت او مقبولیت ورکوی.
له همدې ځایه که استاد غلام محمد نیازی، عبدالرحیم نیازی، او مولوی حبیب الرحمن تر پایه ژوندی وای، هغه چې په اختلاف کې ډېر ترخه راغلل هغه به نه وو پېښ شوی.
د وردګو په ولایت کې که هغه مرجع علماء؛ لکه: د یوسف خېلو اخوند زاده صاحب، نصیر الدین اخوند زاده صاحب او نور ګڼ علماء له نهضت سره له پیله ملګری وو، خو له دې ټولو زیات سیاسی عالم مولوی عبد الرب احدی تر ټولو مخکې او زیات مؤثر د نهضت په پیل کې له نهضت سره ملګری شو او تر مرګه یې دغه ملګرتیا پرې نه ښودله.
الله دې ټولو ته بښنه وکړی
[1]– شهید مولوی حبیب الرحمن په ۱۳۴۴ لمریز کال د ننګرهار له نجم المدارس مدرسې څخه فارغ او د کابل په ابو حنیفه مدرسه کې یې د استاد په توګه دنده پیل کړه او بیا له استادۍ وروسته په ۱۳۴۶ لمریز کال یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځی کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړې او په ۱۳۵۶ لمریز کال د داود نظام د نظامی محکمی (دیوان حرب) د پرېکړې له مخې د سرطان په ۱۶ مه په شهادت ورسول شو. (په ننګرهار ولایت کې د اسلامی نهضت غړی مولوی نجم الدین ستوری )
گهیځ