ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د خپل مرکزی دفتر انګړ کې د “نومیالی ګهیځ” اثر مخکتنه ترسره کړه، چې په کې لیکوالو، ژورنالیستانو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمی غړیو، د پوهنتونونو ګڼ شمېر استادانو او د هېواد په کچه نوم وتو اشخاصو او څېرو برخه لرله.
د خبر له مخې دغه مخکتنه کې ګډونوالو د شهید منهاج الدین ګهیځ د ژوند، کړنو او مبارزو په اړه خبرې وکړې او ټولو په ګډه د دغه اثر چاپېدل یې په اوسنی عصر کې یوه مهمه او ارزښتمنده چاره وبلله.
ګډونوالو د هوسا او پرمختللی افغانستان لپاره د ټولو شیندلو فکرونو پر راټولېدو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ولسونه باید د ګهیځ په څېر د پیاوړو ملی او اسلامی فکر درلودونکی اشخاص په خپلو زړونو کې ژوندی وساتی.
پدې علمی او رسنیزه غونډه کې لیکوال او څېړونکی نصیر احمد نویدی، قلموال او جهادی شخصیت انوارالحق مجاهد، مؤرخ، ژورنالیست او د ګڼو علمی کتابونو مؤلف دکتور محمد حلیم تنویر، څېړونکی او مؤرخ ابوذر پېرزاده غزنوی، د تعلیم او تربیې پوهنتون استاد، لیکوال او ژباړن دکتور محمدمزمل اسلامی، د شهید ګهیځ د لارې ملګری او څېړونکی څارنوال رضوان محمد ګهیځ، د علومو اکاډمۍ علمی غړی، لیکوال او شاعر د سرمحقق مرستیال رحیم الله حریفال، د پوهنتون استاد، لیکوال او ژباړن دکتور عبدالصبور فخری، جهادی لیکوال او قومی مخور قاضی محمد حسن اسلامی او څو تنو نورو خبرې وکړې او د یاد کتاب د چاپ او ترتیب له امله یې د ګهیځ ټولنې ادارې او د هغې مشر تابه ته مبارکی وویله.
ناسته کې لومړی د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو تلاوت ترسره شو او ورپسې د ګهیځ ټولنې مشر او د پوهنتون استاد سردارمحمد دیندار خېل، راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د یاد کتاب او ورته نورو کتابونو او آثارو د خپراوی او چاپ په اړه یې د ګهیځ ټولنې پر پلان خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنې مشرتابه پلاوی، ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د خپل کړی هوډ له مخې به د دغه ډول مبارزو او پیاوړو شخصیتونو د فکر د ترویج په برخه کې به خپلې ټولې هڅې په کار اچوی.
دیادونې وړ ده چې شهید منهاج الدین ګهیځ هېواد کې د ۱۴مې لمریزې پېړۍ له تکړه ورځپاڼه لیکونکو او لیکوالو له ډلې و، چې په خپل پیاوړی ملی او اسلامی فکر سره یې د ګهیځ اونیزه جریده چلوله او په هېواد کې یې د کمونیستی افکارو د مخنیوی او اسلامی طرز فکر د ترویج لپاره کار کولو او د همدې فکر له مداره یې خپلې مبارزې وړانګې وغوړولې.
د ګهیځ ټولنې د رهبرۍ په وینا د “نومیالی ګهیځ” کتاب به ډېر ژر د هېواد هر کونج ته د خلکو د مطالعې لپاره وړاندې شی.
گهیځ