د یخنۍ د موسم را رسیدل او زمونږ د بې وزلی ولس ګڼې ستونزې!

دا دی یوځل بیا په هېواد کې د ژمی سوړ موسم را ورسید، د منی وروستۍ میاشت(لیندۍ) وروستۍ ورځې او شپې دی او د روانې اونۍ تر پایه به د سلواغې میاشت چې په رسمی توګه د ژمې لومړۍ میاشت ګڼل کېږی، پر ځمکه خپل وزر وغوړوی.

لدې سره د واورې او یخنۍ څپه هم د هېواد په اکثره ولایتونو او سړو سیمو کې را دبره شوې ده او پداسې حال کې چې هېوادوال مو د وزګارتیا او بې وزلۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د ژمی سوړ موسم او د یخنۍ څپه هم د هغوی لپاره ستونزمنه او له کړاوه ډکه وی.

بل خوا د رسنیزو راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو له امله په افغانستان کې ګڼې لارې چې ځینې یې ولایتونه له یو بل سره نښلوی، تړل شوې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړی دی.په کابل کې د ټولګتو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلی چې د غور-کابل لویه لاره د واورې له امله تړل شوې او په ځینو ولایتونو کې لا هم واوره اوری.

د ټولګټو چارو وزارت همدارنګه د بامیان او غور ترمنځ هم د واورې د اورښت له امله د لارې د تړل کېدو خیر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د دې لارې د پاکولو او د ترافیکو پر مخ یې د بیا پرانیستلو په موخه هڅې روانې دی

همدارنګه رسنیز راپورونه وایی چې په سالنګونو کې د یکشنبې ورځې له ناوخته راهیسې د واورې اورښت تر دې دمه دوام لری او په شمالی او جنوبی سالنګ کې د واورې د ډېرښت له امله د ترافیکو جریان له خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.

بل خوا یو شمېر مسافرو چې د هرات-تورغونډۍ له لارې تېر شوی دی رسنیو ته څرګنده کړې چې دا لویه لار چې د روانې اونۍ له پیل څخه د هر ډول موټرو لپاره تړل شوې وه، پرون د دوشنبې په ورځ یوازې د ګړندیو مسافر وړونکو (تېز رفتاره) موټرو لپاره، هغه هم لدې شرط سره پرانیستل شوې چې د ژمی اړین وسایل او د موټر ټایرونه یې زنځیرونه ولری.

د هرات-تورغونډۍ لویه لاره د سیمې په کچه مهمه سوداګریزه لاره ده خو د خراب موسم د وضعیت په ګډون د سختو واورو اورېدل ډېر وخت د دې لارې د بندېدو لامل ګرځی، چې د مسافرو او سوداګرو لپاره ستونزې زېږوی.

دا څو ټکی د هغه رسنیزو راپورونو لنډیز دی چې سږ کال د هېواد په ځینو سیمو کې د واورې اورښت او د یخنۍ موسم را دبره کېدو خلکو ته پیدا کړې دی او له بده مرغه دا ډول ستونزې او ناخوالې په افغانستان کې هر کال د یخنۍ د موسم په را رسېدو سره هېوادوالو ته پیدا کېږی چې دا نه یوازې خلکو ته ستونزې پیدا کوی، بلکې ډېر ځله مرګ ژوبله هم ورسره مل وی.

که څه هم ځینې دغه ستونزې او ناخوالې داسې دی چې په ګرده نړۍ کې اقلیمی بدلونونو رامنځ ته کړې او د حل لار ورته لټول او د ستونزو هوارۍ یې هم په یوازې ځان د افغانانو له وس او توان څخه وتلې خبره ده خو پدې کې هم شک نشته چې د اقلیمی بدلون د سیمه ییزو او نړیوالو نادودو تر څنګ د زمانې په څپېړه د وهل شوی او ځپل شوی هېواد او د قسمت او تقدیر له اړخه خوار افغان ولس ستونزې او ناخوالې بیا تر نورو هېوادونو او ولسونو لږ زیاتې دی او له همدې امله هم لږ ځانګړې پاملرنې او لږ ډېر غم خوړلو ته اړتیا لری.

له پورته یادو شویو ستونزو سره باید دا هم په یاد ولرو چې زمونږ په هېواد او ولس کې د ژمی او یخنۍ د موسم ستونزې یوازې د لویو لارو تر بندیدو او د موټرو تر نه تلو راتلو پورې هم نه محدودیږی، بلکې دلته تر اوږدې جګړې وروسته د وزګارتیا او بې وزلۍ څپو ځپلی ولس له بېلابېلو اړخونو له ستونزو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان دی چې د ژمی او یخنۍ د موسم په رارسېدو سره دا ستونزې او نا خوالې نورې هم پراخیږی او خلک مو نور هم پرېشانه کوی.

افغان ولس چې کلونه کلونه یې د جګړو او ناخوالو سره یو ځای ژوند کړی، اوس دې ته اړتیا لری ترڅو د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ یې دې ستونزې ته هم پاملرنه وشی او د شته ستونزو په اړه یې اړین ګامونه پورته شی، شک نشته چې په پورته یادو شویو ستونزو کې ځینی داسې دی چې د نړیوال اقلیمی بدلون برخه ده او باید په نړیواله کچه یې وګالو، خو د لارو او سړکونو جوړول بیا هغه څه دی چې باید په خپله افغان حکومت ورته پاملرنه وکړی. که چېرې اوسنی حکومت د نورو ګڼو ستونزو تر څنګ د هېواد د لویو لارو او د ولایتونو نښلونکو سړکونو ته هم پاملرنه وکړی او هغه غټې ستونزې حل کړی چې تر ډېره بریده د ژمی په موسم کې خلکو ته خنډونه جوړوی، یقینی ده چې په راتلونکې کې به خلک د ژمې او یخنۍ په موسم کې کمې ستونزې ولری.

“والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.