معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د یونان او ترکیې پر پوله ژغورل شوي بربنډو کډوالو کې د افغانانو د شتون راپورونه ورکړل شوي

د یونان او ترکیې پر پوله ژغورل شوي بربنډو کډوالو کې د افغانانو د شتون راپورونه ورکړل شوي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۲۵مه او د اکټوبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) ملګرو ملتونو د هغو شاوخوا ۱۰۰ تنو کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې، چې د ترکیې او یونان پر ګډه پوله بربنډ موندل شوي دي او ښايي افغانان هم په کې شامل وي.
ترکیه او یونان د دې کار په تړاو یو بل ملامتوي، اتن د ترکیې دا کړنه “مدنیت لپاره شرم” بللی او انقره بیا یونان پر “وحشت” تورنوي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د دغو کسانو په تړاو رپوټونه او د هغوي خپاره شوي عکسونه خورا هېښوونکي بللي‌ او د څېړنو سپارښتنه یې کړې ده.
یوناني پولیسو ویلي دغه ۹۲ سړي یې چې جامې یې په تن نه وې او ځینې ټپي‌ هم دي، د جمعې پر ورځ شمال کې ترکیې سره پولې ته نږدې ژغورلي‌ دي.
د یونان حکومت ویلي دغو کسانو ته په سملاسي توګه جامې،‌ خواړه او لومړنۍ مرستې برابرې شوې، خو دا لا روښانه نه ده چې جامې یې ولې په تن نه وې.
لا معلومه نه ده، چې موندل شوي کډوال د کوم هېواد دي خو داسې شکونه راپورته شوي، چې ښايي افغانان هم په کې شامل وي.
ځکه په دا وروستیو کې د ایران له لارې ترکیې او له ترکیې یونان ته پر قاچاقي لارو د افغانانو د تګ شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.
د اروپايي ټولنې سرحدي اژانس فرنټېکس هم ویلي له دغو سړیو ډېر د افغانستان او سوریې اتباع دي او دا چې د دغه سازمان د بنسټیزو حقونو مسوول ته له حقونو د جدي سرغړونو خبر ورکړ شوی دی.
یونان او ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو پر سر لانجه کې ښکېل دي.‌

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس