د یونان او ترکیې پر پوله ژغورل شوی بربنډو کډوالو کې د افغانانو د شتون راپورونه ورکړل شوی

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۲۵مه او د اکټوبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) ملګرو ملتونو د هغو شاوخوا ۱۰۰ تنو کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې، چې د ترکیې او یونان پر ګډه پوله بربنډ موندل شوی دی او ښایی افغانان هم په کې شامل وی.
ترکیه او یونان د دې کار په تړاو یو بل ملامتوی، اتن د ترکیې دا کړنه “مدنیت لپاره شرم” بللی او انقره بیا یونان پر “وحشت” تورنوی.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سی ار) د دغو کسانو په تړاو رپوټونه او د هغوی خپاره شوی عکسونه خورا هېښوونکی بللی‌ او د څېړنو سپارښتنه یې کړې ده.
یونانی پولیسو ویلی دغه ۹۲ سړی یې چې جامې یې په تن نه وې او ځینې ټپی‌ هم دی، د جمعې پر ورځ شمال کې ترکیې سره پولې ته نږدې ژغورلی‌ دی.
د یونان حکومت ویلی دغو کسانو ته په سملاسی توګه جامې،‌ خواړه او لومړنۍ مرستې برابرې شوې، خو دا لا روښانه نه ده چې جامې یې ولې په تن نه وې.
لا معلومه نه ده، چې موندل شوی کډوال د کوم هېواد دی خو داسې شکونه راپورته شوی، چې ښایی افغانان هم په کې شامل وی.
ځکه په دا وروستیو کې د ایران له لارې ترکیې او له ترکیې یونان ته پر قاچاقی لارو د افغانانو د تګ شمېر په بې ساری ډول لوړ شوی دی.
د اروپایی ټولنې سرحدی اژانس فرنټېکس هم ویلی له دغو سړیو ډېر د افغانستان او سوریې اتباع دی او دا چې د دغه سازمان د بنسټیزو حقونو مسوول ته له حقونو د جدی سرغړونو خبر ورکړ شوی دی.
یونان او ترکیه له اوږدې مودې راهیسې د ناقانونه کډوالو پر سر لانجه کې ښکېل دی.‌

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.