کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په شتون کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت د طوطي میدان د ګازو اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستاني کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې قراردادي کمپنۍ په لومړي کال کې د ۱۰۰میلیون ډالره او لسو کلنو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي، چې له استخراج شویو ګازو به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازي برېښنا هم تولید شي.
د فاریاب ولایت طوطي میدان د ګازو زېرمې شاوخوا ۷ زره کیلومټره مربع مساحت لري، چې په استخراج به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې هم پوره شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/