د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د طوطی میدان د ګازو استخراج تړون لاسلیک شو

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال په شتون کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت د طوطی میدان د ګازو اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبکستانی کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې قراردادی کمپنۍ په لومړی کال کې د ۱۰۰میلیون ډالره او لسو کلنو په جریان کې یو میلیارد ډالره پانګونه کوی، چې له استخراج شویو ګازو به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰میګاواټه ګازی برېښنا هم تولید شی.

د فاریاب ولایت طوطی میدان د ګازو زېرمې شاوخوا ۷ زره کیلومټره مربع مساحت لری، چې په استخراج به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې هم پوره شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.