ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۹مه او د جون میاشتې ۳۰مه نېټه ده) د مالیې وزارت وایی، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړی.
دغه وزارت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلی، چې په یادو ګمرکونو کې د فساد سره جدی مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولری.
که څه هم وزارت د دغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه دی په ډاګه کړی خو له دې وړاندې یې په ګمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه.
گهیځ