کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د وېسټ انډیز او امریکا په کوربتوب د روان ۲۰۲۴ کال د کرکټ ۲۰ اوریز سیالیو نړیوال جام د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبو مهالوېش اعلان شو، چې افغانستان په سی ګروپ کې راغلی دی.
د راپور پر بنسټ، د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لوبډلو د سیالیو اعلان شوی مهالوېش له مخې افغانستان په سی ګروپ کې له وېسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګانډا او پاپوا نیو ګېنی سره یوځای شوی دی.
افغانستان به یاد نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالی له یوګانډا سره وکړی، چې د جون پر درېیمه د دوشنبې پر ورځ ۶:۳۰ بجې ترسره شی.
همداراز افغان لوبډله به د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه د وېسټانډیز پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۷مه وکړی.
د ۲۰۲۴ کال د شل اووره لوبو نړیوال جام به د جون په لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ