معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ۲۵ طالب جنګالیو پر وژلو د یو برېټانیایي پوځي اعتراف ګڼ غبرګونونه راپارولي

د ۲۵ طالب جنګالیو پر وژلو د یو برېټانیایي پوځي اعتراف ګڼ غبرګونونه راپارولي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بریتانیا د شاهي کورنۍ یو غړی شهزاده هري چې افغانستان کې یې د ناټو تر چتر لاندې د هوایي څانګې لارښود او د اپاچي چورلکې پیلوټ پاتې شوی، په خپل ژوند لیک کې اعترف کړی چې ۲۵ طالب جنګیالي یې د شطرنج د دانو په څېر په نښه او له منځه وړي.
نوموړي ویلي، دغه خلک یې وړاندې تر دې چې د بدوالي یا ښه والي په اړه یې فکر وکړي، لۀ منځه وړي دي.
پر دغو څرګندونو د سرپرست افغان حکومت یو شمېر مشرانو او ځینو غربي جنرالانو غبرګون ښودلی.
د برېټانیې ځینو سیاستوالو دغه څرګندونې د هغه د امنیت لپاره خطر بللی او ځینو نورو پخوانیو پوځي جنرالانو بیا ویلي، چې نوموړی به پوهـ کړي، څو راتلونکي کې د دغه ډول څرګندونو څخه ډډه وکړي.
د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي، د هري دا اعتراف څرګندوي چې دغه ډول جنایتونه یوازې تر شهزاده هري پورې منحصر نه دي.
انس حقاني بیا نوموړی ستایلی چې د افغانانو د وژونکو ترمنځ یوازې دې جرئت کړی چې په خپلو جنګي جرمونو اعتراف وکړي.
شهزاده هري په ۲۰۱۵ کال کې له لس کلن پوځي خدمت وروسته استعفی وکړه.
دغه پوځي په داسې مهال اعتراف کوي چې د بریتانیا په ګډون د امریکا، اسټرالیا او څو نورو بهرنیو هېوادونو یو شمېر پوځیان چې د ناټو په چوکاټ کې یې په افغانستان کې دندې مخته وړلې، د یو شمېر بې ګناه افغانانو په بې ځایه ځورولو، ویشتلو او نیولو تورن دي چې لا یې په اړه پلټنې روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس