کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې خصوصی سکتور سره د برېښنا د تولید او ساختمانی پروژو په برخه کې د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.
د خبر پر بنسټ، په دې پروژو کې چې تړونونه یې لاسلیک شوی، د کابل د سروبی ولسوالۍ په نغلو بند کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژه، چې د ۲۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لری، د ۷۷ ترکی او یوه داخلی شرکت له خوا په ګډه د ۱۸ میلیونه ډالرو په لګښت پلې کیږی.
د برېښنا شرکت مسوولین وایی، په دې بند کې تولید شوې برېښنا به د لومړیو شلو کلونو لپاره د برېښنا شرکت له لوری پېرل کیږی، چې وروسته به په فعاله بڼه د برېښنا شرکت ته وسپارل شی.
په ورته مهال په هرات کې د هاشمی پله سب سټېشن او د ۴۰ میګاه واټه برېښنا په ظرفیت د دوو نورو ګرځنده سب سټېشنونو د جوړولو پروژه او له نور الجهاد سب سټېشن څخه تر هاشمی پله پورې د ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد لین پروژې هم د ۲۴.۵میلیونه ډالرو په لګښت د دوه کورنیو شرکتونو له لوری جوړیږی.
پر دغو پروژو سربیره د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال په شتون کې د یو شمېر نورو ساختمانی پروژو تړونونه هم له ځینو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ