کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا وزارت او د ۷۷ ترکی شرکت تخنیکی ټیمونو د سروبی برېښنا د لومړی او دوهم بند له ساحو څخه لیدنه وکړه.
د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ معینیت او د ۷۷ ترکی ودانیز شرکت تخنیکی ټیمونو د سروبی برېښنا لومړی او دوهم بند له ساحو څخه د مخکینی هوکړه لیک پر بنسټ چې د دې وزارت او د یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، لیدنه وکړه.
د ابو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د یادو ساحو څخه د لیدنې پرمهال، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ برنامو رییس انجنیر فرهاد محمودی او ورسره مل د انرژۍ معینیت تخنیکی ټیم، د ۷۷ ترکی شرکت استازی بوراک اونسال او ورسره مل تخنیکی ټیم، د یادې پروژې د چارو د پیل په موخه خپلې ارزونې ترسره کړې.
د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او او برېښنا وزارت او د ترکیې هېواد د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، یاد شرکت خپلې څېړنې بشپړې او د اوبو او برېښنا وزارت ته یې سپارلې، چې د تخنیکی او اقتصادی څېړنو د وروستی کولو لپاره یې کار دوام لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ