معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د IMF لخوا پور ورکولو لپاره پاکستان ته له تصوره پورته سخت ترین شرایط ایښودل شوي

د IMF لخوا پور ورکولو لپاره پاکستان ته له تصوره پورته سخت ترین شرایط ایښودل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د پاکستان د رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د پیسو نړیوال صندوق اسلام آباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره بهر سخت شرایط ایښې دي، چې دوی هم د مجبوریت له مخې دغه سخت ترین شرایط منلي دي.
شهباز شریف تېره ورځ د ملکي او پوځي مشرانو د ګډې غونډې پرمهال په پېښور کې دا خبرې وکړې. پاکستان له IMF څخه شپږ اعشاریه پنځه میلیارده ډالر پور غواړي.
د پاکستان د مرکزي بانک اسعاري زېرمه درې اعشاریه صفر نهه میلیاردو ته راښکته شوې ده چې دا پیسې د څو اونیو وارداتو لپاره هم بسنه نه کوي.
د پاکستان روپۍ په تېرو څو ورځو کې په پرلپسې ډول د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
تېر ماښام د بانکي بیې له مخې یو ډالر په څه باندې دوه سوه شپږ اویا روپیو تبادله کېده.
په ازاد بازار کې بیا د ډالر قیمت تر دې لږ تر لږه لس روپۍ لوړ دی.
پاکستاني چارواکو د دغو شرایطو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د IMF مسوولینو تر دا دمه د خپلو دغو شرایطو په اړه څه ویلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس