کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۵ مه نېټه):
د پاکستان د رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف ویلی، د پیسو نړیوال صندوق اسلام آباد ته د پور د ورکړې لپاره له تصوره بهر سخت شرایط ایښې دی، چې دوی هم د مجبوریت له مخې دغه سخت ترین شرایط منلی دی.
شهباز شریف تېره ورځ د ملکی او پوځی مشرانو د ګډې غونډې پرمهال په پېښور کې دا خبرې وکړې. پاکستان له IMF څخه شپږ اعشاریه پنځه میلیارده ډالر پور غواړی.
د پاکستان د مرکزی بانک اسعاری زېرمه درې اعشاریه صفر نهه میلیاردو ته راښکته شوې ده چې دا پیسې د څو اونیو وارداتو لپاره هم بسنه نه کوی.
د پاکستان روپۍ په تېرو څو ورځو کې په پرلپسې ډول د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکوی.
تېر ماښام د بانکی بیې له مخې یو ډالر په څه باندې دوه سوه شپږ اویا روپیو تبادله کېده.
په ازاد بازار کې بیا د ډالر قیمت تر دې لږ تر لږه لس روپۍ لوړ دی.
پاکستانی چارواکو د دغو شرایطو په اړه نور جزیات نه دی ورکړی او نه هم د IMF مسوولینو تر دا دمه د خپلو دغو شرایطو په اړه څه ویلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ