د JICA موسسه په هلمند کې ۱۵ بابه ښوونځی جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جاپان هېواد JICA موسسه د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۵ بابه ښوونځی جوړوی.
د خبر له مخې د وزارت څخه دغه ولایت ته ورغلو انجینرانو په دې برخه کې له ځایی مسوولینو سره تېره ورځ کتلی دی.
د JICA نړیواله مؤسسه چې په یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځیو لپاره کمپلکس ودانۍ جوړوی، د ۱۰۰ میلیونه څخه تر ۱۳۵ میلیونه پورې بودیجه په نظر کې ورته نیول شوې، چې په کې د ښوونځی تعمیر، احاطوی دېوال، واش سیسټم او یوه حلقه د اوبو څاه جوړیږی.
د یادونی وړ ده چې د یادې پروژې د جوړېدو چارې به په ۱۴۰۲ لمریز کال کې پای ته ورسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.