معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د UNDP اداره د افغان ځوانانو  ظرفیت لوړونې برخه کې همکاري کوي

د UNDP اداره د افغان ځوانانو  ظرفیت لوړونې برخه کې همکاري کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له مسؤول سټیفن رودیکز سره کتلي.

په دې کتنه کې محمد یونس راشد د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، کاري فرصتونو برابرولو، او تعلیمي برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ځوانانو د اقتصادي ودې او تعلیمي پرمختګ لپاره اړینې همکارۍ ته اړتیا ده.

په ورته مهال ډسټیفن رودیکز هم ژمنه کړې، چې د افغانستان لومړیتوبونو ته په درناوي به د ځوانانو په اقتصاد، مهارت لوړونه، تعلیم او تحصیل برخو کې د مرستو لپاره هڅې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له لوري د ځوانانو لپاره د اقتصادي او تعلیمي همکاریو پراختیا به د ځوان نسل لپاره د کاري فرصتونو او زده کړو په برخو کې مثبت بدلون راولي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس