کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام (UNDP) له مسؤول سټیفن رودیکز سره کتلی.
په دې کتنه کې محمد یونس راشد د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، کاری فرصتونو برابرولو، او تعلیمی برخو کې د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې.
نوموړی ټینګار کړی، چې د ځوانانو د اقتصادی ودې او تعلیمی پرمختګ لپاره اړینې همکارۍ ته اړتیا ده.
په ورته مهال ډسټیفن رودیکز هم ژمنه کړې، چې د افغانستان لومړیتوبونو ته په درناوی به د ځوانانو په اقتصاد، مهارت لوړونه، تعلیم او تحصیل برخو کې د مرستو لپاره هڅې زیاتې کړی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام (UNDP) له لوری د ځوانانو لپاره د اقتصادی او تعلیمی همکاریو پراختیا به د ځوان نسل لپاره د کاری فرصتونو او زده کړو په برخو کې مثبت بدلون راولی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ