کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام UNDP مسوولین وایی، د افغان بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲ زره هکټاره ځمکه برابره کړې ده.
د خبر پر بنسټ د دې پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام استازی سټیفن رودریګز په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، دغه سازمان د کرنې په برخه کې د شته ستونزو حل لپاره کروندګرو ته د بدیل کښت لپاره د ځمکې چمتو کولو ترڅنګ، نور پروګرامونه هم عملی کوی.
په ورته وخت کې یوشمېر کروندګر د بدیل کښت نه لرلو په اړه شکایت کوی او له سرپرست حکومت څخه غواړی، چې اصلاح شویو تخمونو ته یې د لاسرسی اسانتیاوې برابرې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ