کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د خوراکي توکو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، خو اندېښنه لري چې په ژمي به وضعیت بېرته خراب شي.
د خوراکي امنيت د پړاوونو د طبقه بندۍ نظام یا IFC څرګندوي، چې نږدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ ميليونه خلک د خوراکي موادو د کموالي له بحراني حالت او د خوراکي ناامنۍ له بېړني حالت سره مخامخ دي.
د دوی په وینا که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ ميليونو څخه کمه شوې، خو په هېواد کې د خوراکي موادو اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه لږ ښه والی د پراخو بشري مرستو پایله بللې، چې د خوراکي کمښتونو د جدي حالت مخه یې نیولې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/