د WFP اداره وایی، افغانستان کې د خوراکی توکو برخه کې لږ ښه والی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د خوراکی توکو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، خو اندېښنه لری چې په ژمی به وضعیت بېرته خراب شی.

د خوراکی امنیت د پړاوونو د طبقه‌ بندۍ نظام یا IFC څرګندوی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه خلک د خوراکی موادو د کموالی له بحرانی حالت او د خوراکی ناامنۍ له بېړنی حالت سره مخامخ دی.

د دوی په وینا که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ میلیونو څخه کمه شوې، خو په هېواد کې د خوراکی موادو اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام دغه لږ ښه‌ والی د پراخو بشری مرستو پایله بللې، چې د خوراکی کمښتونو د جدی حالت مخه یې نیولې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.