معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د WFP ادارې یو ځل بیا له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

د WFP ادارې یو ځل بیا له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۷ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال سازمان تېره ورځ د یو ټویټ په کولو سره د یو افغان کډوال ویډیویي خبرې خپرې کړي، چې پاکستان کې د کډوالۍ له ۱۴ کاله تېرولو وروسته اخراج شوی دی.

د دغه راستانه کړل شوي کس نوم نه دی ښودل شوی، خو په وینا یې توانېدلی چې له پاکستانه یوازې دوه کمپلې له ځان سره راوړي او اوس حیران دی چې څه وکړي؟

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان ته په را ستنو شویو کډوالو کې ډېری داسې کورنۍ شته، چې په تش لاس را ستانه شوي دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بشري بنسټونه او سرپرست افغان حکومت له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ته مرستې رسوي، خو راپورونه وایي، چې د کډوالو اړتیا ډېره او شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس