کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال سازمان تېره ورځ د یو ټویټ په کولو سره د یو افغان کډوال ویډیویی خبرې خپرې کړی، چې پاکستان کې د کډوالۍ له ۱۴ کاله تېرولو وروسته اخراج شوی دی.
د دغه راستانه کړل شوی کس نوم نه دی ښودل شوی، خو په وینا یې توانېدلی چې له پاکستانه یوازې دوه کمپلې له ځان سره راوړی او اوس حیران دی چې څه وکړی؟
د خوړو نړیوال پروګرام وایی، افغانستان ته په را ستنو شویو کډوالو کې ډېری داسې کورنۍ شته، چې په تش لاس را ستانه شوی دی او بېړنیو بشری مرستو ته اړتیا لری.
دې وروستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون بېلابېل بشری بنسټونه او سرپرست افغان حکومت له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو ته مرستې رسوی، خو راپورونه وایی، چې د کډوالو اړتیا ډېره او شوې مرستې ورته بسنه نه کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ