ذبیح الله مجاهد هغه اوازې رد کړې چې ګوندې سعودی عربستان خپل سفارت کابل کې تړلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۷ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند وایی، سعودی عربستان د سفارت کارکوونکی د لنډمهاله روزنې په موخه کابل پرېښی دی او ډېر ژر به بېرته راستانه شی.
نوموړی په دې اړه هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې د امنیتی ګواښونو له امله د سفارت کار کوونکی کابل نه وتلی دی.
تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول، چې ګوندې اماراتو، سعودی عربستان او پاکستان د امنیتی ګواښونو له امله په کابل کې خپل سفارتونه تړلی دی، خو مجاهد وایی چې په کابل کې ګڼ شمېر سفارتونه اوس فعال دی او دوی ورسره ښې اړیکې لری.
که څه هم تر اوسه هېڅ کوم هېواد سرپرست افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینې هېوادونه لکه چین، روسیه، جاپان، ترکیه، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، اروپایی اتحادیه، یوناما او ځینې نور په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیتونو ته دوام ورکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.